کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت شورا مرستيال سليمان کاکړ هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د هغه د استعفا پاڼې يوه کاپي چې نن (د وږي ١٢مه) ولسمشر اشرف غني ته ليکل شوې، پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ده.
کاکړ په خپله استعفا پاڼه کې لومړى له ولسمشر اشرف غني مننه کړې چې پر ده يې باور وکړ او پر دې دنده يې ګومارلى و.
نوموړي زياته کړې چې د ځينو ملحوظاتو او ستونزو له امله نه شي کولى خپلې دندې ته ادامه ورکړي، نو له همدې امله خپله استعفا وړاندې کوي او له ولسمشر يې غوښتي چې استعفا يې منظوره کړي.
د يادونې ده، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم څو ورځې مخکې استعفا ورکړې وه، هغه په خپله استعفا پاڼه کې د حکومت له لوړ پوړو مشرانو سره پر ځينو موضوعاتو اختلافات ياد کړي وو.
په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب د اتمر پر ځاى د ملي امنيت نوى سلاکار ټاکل شوى دى.
نا تاييد شوي راپورونه وايي چې په امنيت شورا کې به نور بدلونونه هم راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن