کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د اجرائيه رياست لومړى مرستيال وايي، په اوسني حالت کې د سولې عالي شورا نه شتون ګټور دى.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان دغه څرګندونې د وري په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېد وروسته د سولې عالي شورا هېڅ ډول کار نه دى کړى.
نوموړي وويل چې د سولې په روانو هلو ځلو کې هم د سولې شورا نه ده پوښتل شوې او نه هم هغوى له روانو جرياناتو خبر دي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وويل چې ولسمشر اشرف غني د سولې خبرې اترې او هلې ځلې د خپلو ځانګړو استازو له خوا پر مخ بيايي.
انجنير محمدخان وويل چې د سولې عالي شورا د سولې په روانو هلو ځلو کې هېڅ اهميت نه لري او په اوسني حالت کې يې له شتونه، نه شتون غوره دى.
خو نوموړي وويل چې د سولې د شورا موجوديت هغه مهال ګټور او ښه تمامېږي چې له خپل اوسني غير فعال حالت څخه راووځي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال وويل چې د سولې په عالي شورا کې پوه او تجربه لرونکي ظرفيتونه او اشخاص شته، حکومت بايد له دوى څخه په نورو برخو کې کار واخلي.
د هغه په وينا، چې د سولې يوه اعتماد وړ شورا په کار ده، نه د اوسنۍ په څېر.
د سولې په روانو هلو ځلو کې د پاکستان د رول او د دغه هېواد د رښتينولۍ په اړه انجنير محمدخان وويل، دا به وخت ثابته کړي چې پاکستان په دې کې څومره صادق دى.
د هغه په وينا، د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو څو څو ځلې ادعا کړې چې دغه ځل د سولې په برخه کې د زړه له اخلاصه قدمونه پورته کوي.
خو د اجرائيه رياست مرستيال وايي، ځيني سرحدي ستونزې او امنيتي پېښې د پاکستان صداقت تر سوال لاندې راولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن