ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امنيتي پېښو کې ١١ پوليسو او ٣١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 May 2015 - 14:42
2 May 2015 - 14:42

غزني- کلات- ترينکوټ- ميدانښار (پژواک، ١٢ غويى ٩٤): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال ٣١ وسله والو او ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي چې د  غزني په اندړ او قره باغ ولسواليو کې په امنيتي پېښو کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو د سنګينک په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې تر دغه بريد وروسته په رامنځته شوې نښته کې يو پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي، درې پوليس او شپږ وسله وال ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو  يو شمېر وسلې او مهمات هم ترې ترلاسه کړي دي.

خو د اندړو د سنګينک سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله وويل چې په دې نښته کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

بلخوا تېره شپه په قره باغ ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې يو پوليس وژل شوى، څلور ټپيان دي، دغه راز شپـږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او درى نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو ويلي چې په اندړو کې يې د صحرايي په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژلى دى.

د يو بل خبر له مخې، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پيل شوې جګړه نن سهار پاى ته رسېدلې ده.

د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان نورزي پژواک ته وويل چې دا جګړه پرون سهار پيل شوې وه او تر نن سهاره يې دوام درلود.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې شپږ وسله وال وژل شوي او درى نور ټپيان دي چې ژوندي نيول شوي د ي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version