ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار هدفي وژنو کې دوه تنه وژل شوي

8 Aug 2015 - 14:29
8 Aug 2015 - 14:29

کندهار ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : په کندهار ښار کې وسله والو يو تن وژلى او د يوه بل وژل شوي تن جسد موندل شوى دى.

لومړۍ پېښه نن د زمري په ١٧مه، سهار مهال د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کابل دروازې په سيمه کې شوې ده.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل وسله والو نن سهار د کندهار ښار د کابل دروازې په سيمه کې پر يوه ملکي وګړي ډزې کړې او بياتښتېدلي دي.

هغه زياته کړه، وژل شوى تن عام دوکاندار دى او له دولت سره يې کوم تړاو نه درلود.

دى وايي، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي تر څو معلومه کړي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او که کومه بله انګېزه لري.

د پېښې يوه عيني شاهد شريف الله چې په سيمه کې دوکان لري، پژواک ته وويل نن سهار وختي د خپل دوکان په پرانيستلو بوخت و چې پر موټر سايکل سپرو دوو تنو وسله والو پر يوه دوکاندار  ډزې وکړې.

هغه زياته کړه، دوکاندار ځاى پر ځاى ووژل شو او وسله وال وتښتېدل، خو وروسه پوليس راغلل او سيمه يې کلابنده کړه.

بلخوا د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې د ميانجوى په سيمه کې د يوتن جسد موندل شوى چې په مرموزه توګه وژل شوى دى.

که څه هم د والي وياند د دې پېښې په اړه معلومات نه درلودل، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې د يوه کس جسد موندل شوى چې پر ډزو لګېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړه، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي او جسد يې روغتون ته لېږدولى دى.

په کندهار کې يادې شوې پېښې داسې مهال کېږي چې د کندهار والي دوه ورځې مخکې د ولايت مقام په امنيتي غونډه کې امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې دغلته دې د هدفي او مرموزو وژنو مخه ونيسي.   

دا ملکي وګړي په داسې حال کې وژل شوي، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې، تېره ورځ د کابل په درېيو ځانمرګو بريدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version