ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د کرکټ خصوصي لوبغالى جوړ شو

8 Aug 2015 - 16:45
8 Aug 2015 - 16:45

خوست ښار ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : په خوست کې د يو شمېر سوداګرو په مالي لګښت د کرکټ يو خصوصي لوبغالی جوړ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست والي حکم خان حبيبي د زمري په ١٧مه،ددې لوبغالي د پرانيستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې د کرکټ دغه لوبغالی د ښار په سوېلې برخه کې پر ۱۶ جريبه شخصي ځمکه د ۱۰ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه ، چې لګښت يې د څلورو تنو خوستي سوداګرو له لوري ورکړل شوی او په يو وخت کې تر ۱۰ زرو د زياتو ننداره کوونکو د ځايولو وړتيا لري.

والي حبيبي وويل: (دغه خصوصي لوبغالی يوه لويه لاسته راوړنه ده. موږ هڅه کوو، چې ډېر ژر په دغه لوبغالي کې د کرکټ سترې سيالۍ ترسره شي.))

نوموړي دغه راز وويل، نه يواځې د کرکټ، بلکې غواړي چې د خوست د ځوانانو لپاره د سپورت په هره برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

 د افغانستان کرکټ بورډ استازي محمد اکبراقبال پژواک اژانس ته وويل، چې ددې لوبغالي په پرانيستلوسره به د کرکټ په برخه کې ځوان استعدادونه نورهم ښه او پياوړي وروزل شي.

اقبال زياته کړه: ((دا لوبغالی نه يواځې د لوبغاړو لپاره، بلکې د لوبو د مينه والو لپاره هم د لوبو د نندارو يو ښه او مناسب ځای بللی شو، څو ورځې وروسته دلته د هېواد په کچه د کرکټ سيالۍ کېږي.))

اکبر اقبال همدارنګه وويل، چې د سپورټ په ډګر کې د شخصي پانګونې له پلوه دغه لوبغالی ستره لاسته راوړنه ده او دا د سپورټ په ډګر کې نورو سوداګرو ته د پانګونې پيلامه بلل کېږي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوروزمنګل چې د ياد لوبغالي د پرانيستې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، له پژواک اژانس سره په خبرو کې د اقليم له پلوه خوست د کال په هر موسم کې د کرکټ   لوبې لپاره مناسب ولايت وباله.

هغه زياته کړه : ((په دې لوبغالي کې به د هېواد په کچه لوبې ترسره کېږي او هغه ځوان لوبغاړي چې تازه يې کرکټ پيل کړی، له نورو لوبغاړو څخه ډېر څه زده کړي.))

پر دې سربېره په دې ولايت کې د ښار په لوېديځه برخه کې پر ۲۵ جريبه ځمکه د کرکټ د يوه دولتي لوبغالي د جوړېدو کار هم روان دی، چې لګښت يې د المان هېواد ورکوي.

د يادونې  ده، چې تر دې مخکې په کابل کې هم د کرکټ دوه خصوصي لوبغالي جوړ شوي او پر درېيم يې کار روان دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version