ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند سنګين کې شپږ پوليس په مرموز ډول وژل شوي

9 Aug 2015 - 16:58
9 Aug 2015 - 16:58

لښکرګاه (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې په مرموز ډول شپږ پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو بل نادرکه دى.

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچيني د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د ګونبدې په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې طالبانو بريد کړى دى.

هغه وايي چې تر بريد وروسته شپږ پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو بل لادرکه دى.

سرچينه زياتوي: ((دا اوس معلومه نه ده چې دغه پوليس طالبانو وژلي او که خپل هغه ملګري يې وژلي چې اوس لادرکه دى.))

دغه راز د هلمند يوې امنيتي سرچينې هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې تر اوسه د يادو پوليسو د وژل کېدو په اړه کره څه نه دي ترلاسه شوي.

د سنګين ولسوالۍ قومي مشر عليشاه خان پژواک ته وويل چې تېره شپه د ګونبدې په سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا پژواک ته وويل چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ د ګونبدې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوى ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان او يواځې يو پوليس ټپيان شوي دي.

خو وسله والو طالبان په خپله انټرنېټي پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ د سورغوږيانو په سيمه کې د يو ارتباطي پوليس په مرسته يې پر امنيتي پوستې بريد کړى دى.

طالبان وايي چې په دغه بريد کې ٩ پوليس وژل شوي او يو بل په تېښته بريالى شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version