ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوان حميدالله د اتلولۍ کيسه؛ چا چې د يوې کورنۍ د ٧ غړو ژوند وژغوره

9 Aug 2015 - 20:43
9 Aug 2015 - 20:43

کندهار ښار (پژواک ١٨ زمرى ٩٤): د کندهار ښار يوه ځوان په يوه کمساري ګام کې د يوې کورنۍ د اووه غړو ژوند وژغوره.

دغه ځوان حميد الله نومېږي، چې شاوخوا ٢٥ کاله عمر لري او دا مهال په کندهار مستوفيت کې دنده تر سره کوي.

ياد شوى ځوان د تېرې جمعې په ورځ له خپلو ملګرو سره يو ځاى د تفريح لپاره د شاوليکوټ ولسوالۍ د دهلې بند ته تللى و، خو کله چې له هغې خوا بېرته راستنېده، نو په لاره کې يې يو موټر وليد چې اوبو ته لوېدلى او په کې سپاره ماشومان او لويان د خلاصون چيغې وهي.

حميدالله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د انساني ژوند ژغورنې دغه کيسه داسې پيل کړه: ((له خپلو ملګرو سره د مېلې لپاره دهلې بند ته تللى وم، خو کله چې له هغې خوا بېرته راتلو، د لارې په اوږدو کې يو فيلډر موټر، چې د يوې کورنۍ ٧ غړي [ماشومان او د هغوى پلار] په کې سپاره وو، د اوبو يوه ژور سربند ته لوېدلى و.))

هغه زياته کړه، دردوونکې دا وه چې موټر په اوبو کې سرچپه پروت و او کرار- کرار ډوبېده، خو دغلته ولاړو سلګونو خلکو د دې پر ځاى چې د هغوى د ژغورنې هڅه وکړي، يواځې يې ننداره کوله او په خپلو موبايلونو کې يې د دې پېښې ويډيوګانې ثبتولې.

دى وايي: ((خپل موټر مې د سړک يوې څنډې ته ودراوه، که څه هم اوبه ډېرې ژورې وې، خو پر ځان مې هر ډول خطر ومانه او اوبو ته ورکښته شوم، په خپلو لاسونو مې په ډېر زحمت د موټر هېندارې ماتې کړې، يو- يو کس مې له موټره را ايسته او په لامبو وهلو مې د سربند څنډې ته را رساوه.))

د ده په خبره، د موټر د هېندارو د ماتولو پر مهال يې لاس سخت ټپي شو او وينې ترې روانې وې، خو دى په ځان نه پوهېده او د انساني ژوند د ژغورلو لپاره يې خپل ځان هېر و.

دغه ځوان وايي، کله چې يې د يوې کورنۍ اووه واړه غړي روغ رمټ د ژورو اوبو له منځ څخه را وويستل، دا مهال نو دى هم په ځان نه پوهېده او د خپلو ملګرو له خوا د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوى و.

دى وايي، له دې پېښې وروسته يې داسې نه احساسوله چې ګواکې کوم لوى کار يې کړى وي، خو کله چې په ټولنيزه مېډيا (فېسبوک) کې د ده دا هڅه وستايل شوه او ځوانانو ورباندې تبصرې وکړې، نو پوه شو چې دا يې لوى کار کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((له دې پېښې وروسته عجيب احساس کوم، هغو انسانانو ته سخت فکر وړى يم چې له بل انسان څخه ژوند اخلي او د هغوى تر منځ وېره او وحشت خپروي. زه پر هغوى غږ کوم چې د انسان وژنې پر ځاى د انسان ژغورنې لار ونيسي او په دې توګه هم خداى ته ځان نژدې کړي او هم د ولس تر منځ ځان ته غوره ځاى پيدا کړي.))

ياد شوي ځوان دغه راز له هغو کسانو چې د تفريح  او يا هم چېرته د سفر پر مهال د موټر چلولو پر مهال بې احتياطي کوي، غوښتنه وکړه چې تل له احتياط څخه کار واخلي او ټاکلي اصول مراعات کړي، څو د ټرافيکي پېښو او انساني زيانونو مخنيوى وشي.

ده دا هم وويل چې شاوخوا ٢٥ تنه ملګري لري، چې تل د خوښيو او تفريح پر مهال سره يو ځاى وي، اوس به له همدغو ځوانانو سره په ګډه يوه رضاکاره ډله جوړوي، ترڅو د ستونزو پر مهال انسانيت ته خدمت وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version