ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پاکستان په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ کوي

11 Aug 2015 - 16:14
11 Aug 2015 - 16:14

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د ولسمشر غني د وروستيو څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي چې افغان دولت دې د پاکستان د لاسوهنو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړي او له پاکستان سره دې اړيکې پرې کړي.

افغان حکومت له څه باندې يوې لسيزې را هيسې هڅه کړې څو له پاکستان سره اړيکې سمې کړي او پاکستان اړ باسي چې په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې رښتينى ګام پورته کړي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

خو نه يواځې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې په دې لار کې بې نتيجې وې، بلکې له تېرو لسو مياشتو راهيسې د ولسمشر محمداشرف غني هڅې هم په دې برخه کې کومه مثبته پايله نه لري.

د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان توغندويي او په هېواد کې په ځانګړې توګه کابل کې خونړي بريدونه ، د دې سبب شول چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو زغم کاسه نسکوره شي.

ولسمشر پرون کابل کې يوې خبري غونډې کې وويل چې پاکستان نه يواځې د افغانستان د سولې په اړه عملي ګامونه نه دي اخيستي، بلکې اوس هم وسله وال مخالفين پاکستان کې د غونډو په جوړولو سره افغانستان ته د جګړې پيغام را استوي.

د نوموړي په وينا، د تېرو دوو مياشتو پېښې دا ښيي چې اوس هم د ځانمرګو بريدونو د روزنې مرکزونه او د بمونو جوړولو فابريکې چې افغان ولس په وينو او خاورز کې لتاړوي، د تېر په شان پاکستان کې فعاليت کوي.

اشرف غني وويل: " زموږ حقانيت د سيمې هېوادونو ته ثبوت شوى دى او ټول پوهېږي چې د سولې لپاره په رښتيا هڅه کوو، تصميمونه چې پاکستان په راتلونکې اوونۍ کې نيسي، کولى شي چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو راتلونکو لسيزو کې اغېز وکړي؛ ځکه د افغانستان خونديتوب او ګټې زموږ اړيکې دي، موږ نور له دې څخه زيات د خپلو هېوادوالو وينه تويېدنه نه شو زغملى چې له بهره رالېږل کېږي او پر موږ تپل کېږي."

همداراز د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان پر نه همکارۍ نيوکه وکړه او ويې ويل چې افغانستان په خبرو او عمل کې ثابته کړه چې له پاکستان سره د نېکو اړيکو او د مقابل درناوي پر اصل ولاړ دى او افغان حکومت د خلکو له غوښتونو لوړ نور ګامونه هم واخيستل، خو په تېرو لسو مياشتو کې پاکستان په دې برخه کې هېڅ راز همکاري ونه کړه او لا هم وسلخ وال مخالفين په پاکستان کې تمويل او سنبالېږي.

د افغانستان د بېلابېلو سيمو ځينو اوسېدونکو هم د حکومت د چارواکو له څرګندونو ملاتړ کړى.

د کابل يوه اوسېدونکي فدامحمد وويل: ((د افغانستان خلک د پاکستان له دروغجنو ژمنو ستړي شوي، نه طالب شته او نه داعش، ټولې چاودنې او ځانمرګي د پاکستان څارګره اداره تر سره کوي.))

هغه د ولسمشر غني له څرګندونو د ملاتړ تر څنګ وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په تېرو ١٣ کلونو کې پاکستان ته بې پايلې سفرونه وکړل، د پاکستان باور يې ترلاسه نه کړ. د ده په وينا د افغانستان خلک د سولې راوستو لپاره د سر قربانۍ ته چمتو دي، خو په هغه صورت کې چې کومه پټه معامله نه وي.

د ماليې وزارت کارکوونکي نور عزيز عزيزي وويل: ((د ولسمشر د نظر هرکلى کوم، خو له حقوقي اړخه بايد په لومړي قدم کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې عريضه وشي، څو يوه قانوني لار وموندل شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version