کابل (پژواک، ٢١زمرى ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ترهګرې کړۍ خپل پروګرامونه د ځوانانو پر مټ پلي کوي او هڅه کوي، چې له دې ځواک څخه په ګټې اخيستو په سيمه کې خپلو مخو ته ورسېږي.
نن د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره سمون لري، چې هر کال نمانځل کېږي، کابل کې هم دا ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوړو دولتي چارواکواو سياسي شخصيتونو په ګډون ونمانځل شوه.
په دې مناسبت د ولسمشر اشرف غني پيغام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي له لوري ولوستل شو، دا ورځ يې ځوانانو ته مبارک ويلې او زياته کړې يې ده، چې ځوانان د ټولنې ځواک او ځواني د عمر تر ټولو غوره دوره ده او کولى شي، چې د هېواد په پرمختګ او پراختيا کې ارزښتمن رول ولوبوي.
نوموړي ويلي: "ځوانان د ټولنې زيان منونکې پرګنه ده، د بېلګې په توګه د تاوتريخوالي او ناامنيو ډېر قربانيان ځوانان دي."
ولسمشر غني څرګنده کړې، چې د تاوتريخوالو او جګړو زياتېدل، د ټولنې د نورو پرګنو په پرتله د ځوانانو پر روحيې زيات منفي اغېز کوي، نن د جګړې دواړو غاړو کې ځوانان وژل کېږي، ناوړه اقتصادي سيستم دې قشر ته زيان اړوي، په اقتصادي سيستم کې مافيا او ويجاړوونکې ډلې له ځوانانو څخه د وسايلو په توګه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي او په ترڅ کې يې ځوانان قرباني ورکوي.
نوموړي په خپل پيغام کې زياته کړې، چې ترهګرې ډلې خپل پروګرامونه د ځوانانو پر مټ عملي کوي او هڅه کوي، چې له دې ځواک څخه په استفادې خپلې موخې تر لاسه کړي.
ولسمشر په ډاګه کړې: "د دولت او ولس مسووليتونه د پخوا په پرتله د ځوانانو په وړاندې زيات شوي دي، کوم زيانونه چې ځوانان ورسره مخ دي، نو اړين بولو چې د ځوانانو د استعدادونو او ظرفيتونو د پياوړتيا او غوړولو په موخه کار وشي، څو د هغوى په وړاندې د ويجاړوونکو پرتو زيانونو مخه ونيول شي."
په پيغام کې راغلي، چې بنسټيز او اوږدمهالي پروګرامونه کولى شي چې حکومت د ځوانانو په ژوند کې د اصلاحاتو او بدلون راوستلو ته يوه اندازه نږدې کړي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وويل، ځوانان ځانګړى استعداد لري او د دې وړتيا لري چې په بېلابېلو ډګرونو کې لاس ته راوړنې ولري، خو يواځي ملي يووالي او ورورولۍ ته اړتيا ده.
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار احمدضياء مسعود وويل، افغانستان له ١٣ کلونو څخه وروسته په بېلا بېلو برخو کې د ژور بدلون شاهد دى او د ژوند په ټولو ډګرونو کې د يوه نوي نسل رامنځ ته کېدل، د وياړ او خوشحالۍ ځاى دى.
هغه زياته کړه: "نن زموږ ځوانان د هېواد په اقتصاد، سياست او اداره کې شامل دي او غواړي چې هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په لور بوځي، ځوانان نن له هېواد څخه د دفاع په موخه د امنيتي ځواکونو په اډانه کې ستره قرباني ورکوي."
مسعود يادونه وکړه، چې افغان ځوانان د هېوادپالنې د احساس له مخې له هېواد څخه د دفاع په موخه له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په خاطر قرباني ورکوي او د وياړ ځاى دى، چې په اوس وخت کې داسې ځوانان شتون لري چې له هېواد، ملي حاکميت، ديني او ملي ارزښتونو نه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن