تالقان (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د تخار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د تاجکستان هېواد سرحدي پوليسو تېره شپه دوه افغان قاچاق وړونکي پر ډزو وژلي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو قاچاق وړونکو تېره شپه يو اندازه نشه يي توکي تاجکستان هېواد ته وړل چې د هغه هېواد د سرحدي پوليسو له خوا ويشتل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه دوه قاچاق وړونکي د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
تيمور وايي، د قاچاق وړونکو مړي نن د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له لوري افغان سرحدي پوليسو ته سپارل شوي دي.
د درقد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي طاهر پژواک ته وويل: ((ډېرى وخت د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د امو سيند له لارې د بې غږه کښتۍ په وسيله نشه يي توکي تاجکستان هېواد ته انتقالوي او له هغه ځايه يې بيا منځني ختيځ ته وړي.))
د تخار ولايت ينګي کلا، درقد، چاه اب او دشت کلا ولسوالۍ له ګاونډي هېواد تاجکستان سره ګډه پوله لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن