واشنګټن، کابل ( پژواک، ٩ وږى ٩٤) : امريکا يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي دي چې د حقاني ډلې پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند نېک پرايس اسلام اباد ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې مېرمن سوزن رايس د سفر په پاى کې خبريالانو ته کړې دي.
مېرمن رايس د يوه پلاوي په مشرۍ پرون اسلام اباد ته سفر کړى و ، د لومړي وزير نواز شريف او د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په ګډون يې له يو شمېر پاکستانيو چارواکو سره ليدلي .
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند وايي چې ددې ليدنو پر مهال مېرمن رايس له پاکستان څخه غوښتي چې د حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړې : (( د ملي امنيت سلاکارې دغه راز پاکستان ته د کابل د وروستيو بريدونو په اړه د امريکا اندېښنه هم څرګنده کړې ده.))
د نوموړي په وينا، مېرمن رايس اسلام اباد ته په ډاګه کړې، چې د کابل وروستي بريدونه د حقاني شبکې کړي او دا بريدونه نور ورته د منلو وړ نه دي .
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند وايي چې پاکستان بايد د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي، خو نوموړي دا په ډاګه نه کړل، چې پاکستان بايد څه ډول اقدامات وکړي.
بلخوا د امريکا ددې څرګندونو په ځواب کې د پاکستان پوځ ويلي، چې د حقاني شبکې او د کابل د بريدونو په اړه يواځې پاکستان مسوول نه دى، بلکې دا دټولو ګډ مسووليت دى چې ددې بريدونو مخه ونيول شي.
د پاکستان د پوځ يوې سرچينې ويلي چې دامريکا د ملي امنيت سلاکارې له جنرال راحيل شريف سره د ليدنې پر مهال هغه ته د حقاني شبکې د وروستيو فعاليتونو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن