ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له مرکز څخه خپلسرو مقرريو هلمند کې ستونزې زېږولې دي”

9 Sep 2015 - 13:35
9 Sep 2015 - 13:35

لښکرګاه (پژواک، ۱۸وږى ۹۴): د هلمند مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ناامنيو او ستونزو اصلي لاملونه له مرکز څخه د وزارتونو او د ملي شورا د استازو په غوښتنه د تپل شويو ملکي او نظامي چارواکو ټاکل دي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولايت مقام له لوري قومي مشرانو سره مشورتي غونډه تېره ورځ جوړه شوې وه، چې په کې د دې ولايت والي، امنيه قوماندان او قومي مشرانو ګډون کړى وو.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبى جان ملاخېل د دې ناستې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېرى نظامي مسوولين له کابل څخه د ملګرتيا او پيسو په وسيله د دوى له مشوري پرته په کليدي پوستونو ټاکل کېږي، چې بيا نه يواځې خپله دنده سمه نه تر سره کوي، بلکې ترڅنګ يې په لوى لاس ستونزې جوړوي.

ده زياته کړه: "له حقيقت څخه سترګې نه پټوم، دا مشکلات لرو، تاسو ته معلومه ده، چې دغه مسوولين په چا پسې تړلي دي؛ والي راته وويل، تر دې وروسته به دا ستونزه نه وي، د قوماندان له مشورې پرته به هېڅ مسوول نه ټاکل کېږي."

هغه وايي: "ډېرى دغه ډول مسوولين چې د پيسو په وسيله مقررېږي، هغه يا خو بېسواده وي، يا د پيسو د پيدا کېدو په موخه لېږل شوي وي، هغوى ادارې ته ژمن نه وي، پيسې پيداکوي، امر نه مني، په سيمه کې ناامني او فساد ته لاره هواروي او دا کار زموږ لپاره لويه ستونزه ده."

ملاخېل، په مرکز کې د چاه نوم په ډاګه نه کړ، چې څوک په دې ډول مقرريو کې لاس لري، خو ويې ويل، ډېرى ستونزې په ادارو کې پلورل شويو مسوولينو جوړې کړې، هغه که نظامي دي او که ملکي.

قوماندان وايي، دغه ستونزې په داسې حال کې دي چې په دې ولايت کې د سيمې په کچه جګړه روانه ده، په موسى کلا او سنګين ولسواليو کې پراخه عمليات دوام لري؛ دوى له همدې امله د بنسټيزو او ژورو ستونزو د حل په موخه د ولايت په کچه ځينې پلانونه طرحه کړي دي.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي هم دغه خبره له قومي مشرانو سره په دې مشورتي غونډه کې ومنله او ويې ويل، په همدې وروستيو کې دوه او درې ولسوالان د سرپرست په توګه را لېږل شوي دي، چې دى يې نه په مقررۍ خبر دى او نه يې هم پيشنهاد کړى دى.

نوموړي قومي مشرانو ته د دې ستونزې په اړه له زياتو جزئياتو پرته وويل: ((ستونزې شته، ځينې کسان چې له دولت څخه امکانات تر لاسه کوي، بېرته دولت تخريبوي، خو د دې مشکلاتو د حل لپاره دې ولسونه له دولت سره ملا وتړي، له يوې خوا دې له مسوولينو سره حساب ورکړي، له بلې خوا دې خپله ونډه په دولت کې واخلي.))

په همدې غونډه کې د مارجې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي حقبين وويل، د ولايت له ادارې، وزارتونو او په ټوله کې له مرکزي دولت څخه غوښته کوي، چې نور دې د پلورل شويو ملکي او نظامي مسوولينو ټاکلو لړۍ بنده کړي، که نه بيا يې ولس رسوا کوي او په وړاندې يې درېږي.

ده زياته کړه، په ادارو کې په لوى لاس فساد او ناوړو کړنو ته لاره هواره شوې، د کمزوري مديريت له امله هره ورځ ګڼ سرتېري په ځانګړي توګه پوليس وژل کېږي، چې د همدې سيمې د خلکو اولادونه دي.

جهادي قوماندان او قومي مشر حاجي حفيظ الله خان حقيار وويل، که دولت غواړي په دې ولايت کې امنيت سم شي، ټول واک دې والي ته ورکړي، څو د امنيت او پرمختګ چارو ته لاره هواره شي او له خلکو سره د دولت واټن لرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version