ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکايي جنرال: د ترهګرۍ پر ضد په پاکستان کې جګړه نه کول د امريکا ستره تېروتنه وه

12 Sep 2015 - 17:02
12 Sep 2015 - 17:02

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): د امريکا د دفاعي استخباراتي ادارې پخوانى مشر وايي چې د القاعدې پر ضد په پاکستان کې عمليات نه کول د امريکا او متحدينو تر ټولو لويه تېروتنه وه.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د نړيوالو ايساف ځواکونو د استخباراتي څانګې مشر ډګر جنرال مايکل ټي فلن چې د امريکا د دفاعي استخباراتي ادارې رييس هم پاتې شوى، د سپټمبر د يوولسې پېښې په اړه له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې چې داردو څانګې لخوا خپره شوې ده.

١٤ کاله مخکې د امريکا پر نړيوال سوداګريز مرکز د الوتکو په وسيله بريدونه وشول، دغه راز يوه الوتکه د امريکا پر دفاع وزارت وغورځېده او څلورمه الوتکه په پنسلوانيا ايالت کې غورځول شوې وه چې په دې ټولو پېښو کې تر دريو زرو پورې کسان ووژل شول.

امريکا د دغو بريدونو پړه پر القاعدې ډلې واچوله او د دې ډلې او طالبانو پر ضد يې په افغانستان کې عمليات پيل کړل چې اوس هم دا جګړه دوام لري.

ياد امريکايي جنرال زياته کړې چې امريکا بايد په پاکستان کې د ګډو استخباراتي عملياتو پر ځاى په دغه هېواد کې پر وخت ګډ پوځي عمليات ترسره کړي واى.

جنرال مايکل فلن ويلي، امريکا بايد هغه مهال د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات کړي واى خو چې ويې نه کړل، دغه کار د امريکا او متحدينو تر ټولو لويه تېروتنه وه..

هغه زياته کړې: ((موږ بايد هغه خلک تعقيب کړي واى، چا چې پر امريکا بريدونه کړي وو، که چېرې دا خلک په پاکستان کې وو، نو بايد پاکستان ته ورپسې تللي واى، موږ بايد تر يادو بريدو وروسته پر پاکستان فشارونه زيات کړي واى.))

د يادونې ده، پر امريکا تر بريدونو وروسته د اسامه بن لادن، خالد شيخ او الليبي په ګډون د القاعدې ګڼ مهم مشران په پاکستان کې ونيول شول او يا هم ووژل شول.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د خپلې ١٣ کلنې دورې پر مهال بار بار همدا ويل چې د ترهګرو ځاى له افغانستان څخه بهر دى او بايد پر ضد يې په پاکستان کې عمليات ترسره شي.

ډګر جنرال مايکل فلن وايي، کله چې امريکا دا معلومات ترلاسه کړل چې اسامه په پاکستان کې دى او بيا يې پر وړاندې هماغه مهال عمليات ونه کړل، نو دا د امريکا تر ټولو ستراتيژيکه تېروتنه وه.

هغه زياته کړې: ((که چېرې موږ دا تېروتنه نه واى کړې، نو د اسامه پر وژلو به لس کاله نه لګېدل.))

دغه امريکايي جنرال وايي، پاکستان نه غوښتل چې په قبايلي سيمو کې امريکايي ځواکونه مېشت شي؛ ځکه چې د پاکستانيانو په وينا، له دې سره به ډېرې ستونزې زېږدېدلې واى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version