کابل(پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د استاد عبدرب الرسول سياف کور ته نږدې راکټ لګېدلى، خو مرګ ژوبله نه لري.
د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال امرالله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا راکټ نن سهار شاوخوا اووه بجې له پشته مسجد خوا توغول شوى دى.
هغه وايي چې د راکټ مرمۍ د استاد سياف کور ته نږدې لګېدلې، خو دا پېښه مرګ ژوبله او زيانونه نه لري.
د سرچينې په خبره، ددې بريد په تړاو څوک نه دي نيول شوي، پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې او په دې ساحه کې يې يو ماين هم شنډ کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ٢مه هم ددغه پخواني جهادي مشر کور ته نږدې دوه راکټونه لګېدلي وو، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.
سياف ته يوه نږدې کس فهيم کوهدامني په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي:((استاد سياف د هېواد يواځينى مشر دى چې د ترهګرو پر وړاندې روښانه دريح لري، تېره ورځ يې هم د دولت تر بيرغ لاندې د پټو طالبانو، داعش او ترهګرو پر وړاندې عالمانه خبرې وکړې او ګومان کېږي چې نننى راکټ هم د کابل مېشتو جاسوسانو په همکارۍ او اشاره توغول شوى وي.))
د ويلو ده چې په تېرو څو کلونو کې د ملي امنيت عمومي رياست څو ځله دداسې کسانو د نيولو خبر ورکړى چې د طالبانو د تر ټولو د کلک مخالف، سياف د وژلو پلان يې درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن