ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ : ناټو د کندوز روغتون د بمبار له امله بښنه غوښتې

3 Oct 2015 - 19:13
3 Oct 2015 - 19:13

کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ) : ولسمشر اشرف غني، ملګري ملتونو او يو شمېر نورو ادارو د کندوز پر روغتون پر شوي بريد افسوس څرګند کړى دى.

امريکايي ځواکونو تېره شپه له دې امله په کندوز ښار کې د بې پوله ډاکټرانو پر روغتون بريد وکړ، چې له امله يې دډاکټرانو په ګډون ٩ کسان ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني پر يادې پېښې د افسوس څرګندونه کړې ده، له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې  تر يادې پېښې وروسته د ناټو قوماندان له ولسمشر سره ټېلېفوني اړيکې نيولي او د پېښې په اړه يې بښنه غوښتې ده.

اشرف غني ويلي، چې ناټو او افغان ځواکونه اړ دي چې د عامو خلکو امنيت او ژوند ته ځانګړې پامرنه وکړي او د عملياتو پر مهال له دقت څخه کار واخلي.

ولسمشر ټينګار کړى، چې افغان او ناټو ځواکونه د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو استوګنځايونه په نښه نه کړي.

هغه اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د پېښې جدي پلټنه وکړي.

دغه راز د عامې روغتيا وزير هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د بې پولې ډاکټرانو له فعاليتونو څخه مننه او قدرداني کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى او د يوناما مشر نېکولاس هيسم هم ياده پېښه په کلکه غندلې ده.

هغه زياته کړه، چې ناروغان، ډاکټران او روغتيايي مرکزونه بايد تر بريدونو لاندې رانيسي او له اړوندو خواوو يې غوښتي چې له روغتيايي مرکزونو څخه د نظامي مرکزونو په توګه کار وانخلي.

بلخوا په کابل کې دامريکا سفارت د کندوز روغتون پر پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

د دې سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د متحده ايالات سفارت د هغو کسانو او کورنيو په غم کې ځان شريک ګڼي چې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون په غمجنې پېښه کې اغېزمن شوي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version