لښکرګاه (پژواک، ۱۳ تله ۹۴): په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په موخه واکسين پيل شو.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، تر دې وړاندې يواځې د خولې له لارې ماشومانو ته د ګوزڼ (پوليو) واکسين ورکول کېده.
هغه زياته کړه: ((تر دې وروسته موږ د ګوزڼ واکسين د پېچکارۍ له لارې هم ورکوو.))
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسي او دغه واکسين ورکړي.
په همدې مهال د هلمند د عامې روغتيا د کتلوي معافيت د څانګې مشر ډاکټر عبدالاحد حازم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ واکسين د تطبيق لپاره يې ١٢٠ تنه روزلي دي.
ده وويل، دغه کسان په ٦٦ روغتيايي مرکزونو کې ځاى پر ځاى شوي، تر څو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق کړي.
نوموړى وايي: ((دا نوی واکسين (I,P,V) په درېيو دورو کې ورکول کېږي، چې تر دوه نيمو مياشتو پورې دوه ځله په خوله کې د څاڅکي په ډول او درېيم ځل د پيچکارۍ له لارې د يوه کال په عمر ورکول کېږي، چې د ګوزڼ په مخنيوي کې په ټوله نړۍ کې يې ښه پايله لرلې.))
هغه زياته کړه، يواځې په هغو سيمو کې د ياد واکسين پلي کول ستونزمن دي چې عملاً جګړه په کې روانه ده.
دى وايي: ((په هغو سيمو کې چې دولت واک لري او که طالبان، موږ مشکل نه لرو، خو مقصد چې جنګ نه وي.))
د ده په وينا، د روان کال په اوږدو کې د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ يوه مثبته پېښه ليدل شوې ده.
نوموړى زياتوي، د پوليو واکسين له نوي سيستم سره به تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ پېښې کمې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن