ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلولين : زموږ د ستونزو د حل لپاره په ملي کچه رڼه ستراتيژي نشته

14 Oct 2015 - 18:32
14 Oct 2015 - 18:32

مزارشريف( پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د بلخ ولايت ځينې معلولين وايي ،چې د دوی د هراړخیزو ستونزو د حل په موخه په ملي کچه رڼه ستراتيژي شتون نه لري .

د بلخ ولايت په عامې روغتيا رياست کې د دغه ولايت د معلولينو د هراړخیز حالت او ستونزو د معلوميدو او د حل لارې پيدا کيدو په موخه د څلورو رياستونو تر منځ غونډه وشوه، چې د معلولينو د ځينو ټولنو استازو هم په کې برخه لرله.

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د عامې روغتيا، اطلاعات او فرهنګ، د چاپيريال ساتنې او د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياستونو رييسانو برخه لرله.

د بلخ ولايت د معلولینو د ټولنې غړي سيدمحمد يزدان پرست د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن د بلخ ولايت څلور رياستونه د معلولینو د هراړخیز حالت د ارزونې لپاره غونډه کوي، چې که طرحې يې عملي شي نو ممکن ښې پايلې ولري.

نوموړي زياته کړه، چې په بيلا بيلو برخو کې د معلولینو لپاره امتيازات په قانوني بڼه اعلان شوي خو ورته رسيدلې نه دي.

د هغه په وینا، د معلوليت د قانون د ۲۱مادې له مخې بايد معلولين د اداري اصلاحاتو پروسې پرته په دولتي دندو باندې وګومارل شي؛ چې داسې نه کيږي.

يزدان پرست همداراز د جنګی او غير جنګي معلولينو تر منځ د توپيري چلند په اړه هم پر دولت نيوکه وکړه، چې بايد ټول معلولين له يو ډول حقوقو څخه برخوردار وي.

نوموړي په ټوله کې د معلولینو د ستونزو د حل په موخه په ملي کچه د دولت د رڼې ستراتيژي نشتوالی ستر مشکل وګاڼه.

د هغه په وينا،تر کومې چې دولت په خپله د معلولینو د حالت د سمونې لپاره جدی کړنې ونه کړي نو هېڅ ډول چاره به سمه نتيجه ورنه کړي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق د يادې غونډې په تړاو خبري ناسته کې وويل، چې د معلولينو د هراړخیز حالت د سمونې لپاره مدني فعاليت ته خورا اړتيا ليدل کيږي.

نوموړي زياته کړه، چې د معلولینو د زده کړو په برخه کې بايد د برېل خط په نصاب کې شامل کړای شي، ځانګړي کورسونه، صنفونه او ښوونځي ورته جوړ کړای شي.

د هغه په وینا، د معلولينو پر وړاندې کارېدونکي ادبياتو کې بايد مثبت بدلون راشي او يو انسان، چې د کومې پيښې له امله يې د بدن ځينې غړي له لاسه ورکړی وي، باید په سمه توګه ژبنۍ چلند ورسره وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version