ميمنه (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): څو شېبې وړاندې د فارياب د اندخوى ولسوالۍ په مرکز کې چاودنه شوې چې جنبش اسلامي ګوند د يوه پخواني قوماندان په ګډون يې يو شمېر کسان ټپيان کړي.
د فارياب يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودو په شرط وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د جنرال دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش د پخواني قوماندان کل حاجي په ګډون ګڼ شمېر ملکي خلک هم ژوبل شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د چاودنې ډول چې موخه يې قوماندان و، لا هم نا څرګند دى.
عيني شاهدان وايي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ نه دى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن