ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني يوه اوسېدونکي پر غالۍ د ياسين سورت ګرافيک بڼه کښلې

19 Oct 2015 - 14:26
19 Oct 2015 - 14:26

باميان (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د غزني ولايت يو اوسېدونکى چې د قرانکريم ياسين سورت په تېرو ١٢ کالونو کې پر يوه غالۍ ګرافيک کړى وايي چې که امکانات ورته برابر شي، نو ټول قرانکريم به په غالۍ کې ګراف کړي.

دا غالۍ د وري له وړيو اوبدل شوې او د ياسين مبارک سورت ورباندې په اوو پاڼو او ١٤ مخونو کې ګراف شوى دى.د هرې تختې پلنوالى٦٣ سانتي او اوږد والى يې ٩٥ سانتي متره دى.

د غزني د ناور سيمې اوسېدونکى خدا داد حيدري وايي چې د دې غالۍ د ګراف نقشه په تېرو دوولسو کالونو کې خپله د ده له خوا کښل شوې، خو ګرافيکي ليکنې يې په يوه کال کې د خپلو دوو لوڼو او يوه زوى په مرسته بشپړې کړې دي.

حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياسين مبارک سورت په ډېره روښانه بڼه د غاليو پر ټوټو اوبدل شوى، تر اوسه يې د اولادونو د لاس له مزدورۍ پرته ټول نغدي لګښت ٤٨زره افغانۍ پرې راغلى دى.

هغه زياته کړه چې ټول ګرافونه يې په اوداسه اوبدلي او موخه يې هنري کار او ثواب و چې د دغه کار لپاره يې انګېزه پيدا شوه.

حيدري چې له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د غالۍ اوبدنې له لارې خپله ګوزاره کوي، وويل: ((يو ځل مې وويل چې خپل دا کار، خپله ملي ارشيف ته يوسم، خو ملي ارشيف راته وويل چې دلته يواځې  لرغوني اثار ساتل کېږي، نوو شيانو ته ځاى نشته.))

دا غالۍ د ښوونځي د شپږ ټولګي زده کوونکي ايوب، د اووم ټولګي زده کوونکې فرشتې او د اتم ټولګي زده کوونکې فرزانې حيدري په يوه کال کې په اوو پاڼو کې دوه رويه اوبدلې ده.

فرزانې حيدري وويل: ((موږ دا غالۍ په ډېره ځانګړې لېوالتيا سره اوبدلې، د غالۍ د اوبدلو لپاره مو هر ځل اودس کړى او د ياسين مبارک سورت مو پرې اوبدلى.))

هغې زياته کړه چې د اوبدلو پر مهال يې هېڅ د ستړيا احساس نه دى کړى، د سهار له اوو به يې کار پيل او د غرمې تر ١٢ بجو به روان و، له يو ساعت ځنډ وروسته به يې بيا پيل کړ او د شپې تر لسو بجو به يې دوام درلود.))

دې نجلۍ څرګنده کړه، زياته خوشحاله ده چې اوس يې د پلار، ورور او خور کار يو ځاى نيولى او دا اثر يې رامنځته کړى دى.

د فرزانې پلار وويل: ((خپله د دې لګښت او توان نه لرم، که چېرې کوم شخص يا بنسټ زما مالي ملاتړ وکړي، په خپله ټوله مينه او لېوالتيا سره به قرانکريم ګراف او په غالۍ کې و اوبم."

دا غالۍ د وري له وړيو اوبدل شوې. حيدري چې د خپلو ملګرو د ليدلو لپاره له باميانو راغلى وويل چې که مرسته ورسره وشي، نو له ورېښمو هم غالۍ اوبدلى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version