ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر اله ساى د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى

19 Oct 2015 - 12:14
19 Oct 2015 - 12:14

محمودراقي (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): چارواکي وايي چې شاوخوا دوه زره وسله والو طالبانو د کاپيسا پر اله ساى ولسوالۍ بريد وکړ خو د ډېرې مرګ ژوبلې له ور اوښتو وروسته پر شا وتمبول شو.

په اله سای ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان مصطفی ساپي د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شاوخوا دوه زره وسله والو د بريد له امله  د اله ساى ولسوالۍ لاره له مرکز سره تړل شوې وه چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې مېشت دولتي ځواکونه له ستونزو سره مخ وو.

د نوموړي په وينا، د لارې بندېدو له امله دوى نه شو کولى چې خپل ټپيان روغتونونو ته ولېـږدوي.

ساپى زياتوي: ((په دغه بريد کې د پاکستان د بلوچستان، وزيرستان او د دغه هېواد د نورو سيمو وسله والو برخه اخيستې وه، ځايي او سيمه ييزو وسله والو يې هم ملتيا کوله.))

ده وويل، د وسله والو د بريد موخه دا وه چې اله ساى ونيسي خو امنيتي ځواکونو په  مېړانې سره د هغوى بريدونه پر شا وتمبول او درنه مرګ ژوبله يې ورته واړوله.

 د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې نښتو کې تر ٣٠ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان اسداغا ساپی وايي چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو لوی کاروان چې د ملي اردو او کومانډو ځواکونو ورسره دي له څو ورځو جګړو وروسته اله سای ولسوالۍ ته رسېدلى دى.

د هغه په وينا، اله ساى ولسوالۍ ته د امنيتي کاروان له رسېدو سره د دې ولسوالۍ د سقوط مخه ونيول شوه او وسله وال تښتېدلي دي.

د ولي محمد په نوم د اله سای يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د يادې جګړې لپاره ګڼ وسله وال سيمې ته راغلي وو او له څو ورڅو راهيسې يې پر دولتي ځواکونو بريدونه کول.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د سيمې د لسګونو ملکي وګړو کورونه او دوکانونه هم زيانمن شوي او يا سوځېدلي او يو شمېر ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې له تېرو لسو ورځو راهيسې د کاپيسا په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د خنجر ١٤ په نوم عمليات په لاره اچولي وو.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د يادو ولسواليو ګڼې سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې دي او ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version