ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ينګي کلا کې يو سرتېرى د طالب په شک وژل شوى دى

20 Oct 2015 - 19:28
20 Oct 2015 - 19:28

تالقان (پژواک ٢٨ تله ٩٤): د تخار په ينګي کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېرى د ولسوالۍ په قراول کې وژل شوى او ځينې سرچينې وايي چې پر دغه سرتيري د طالب شک شوى و.

 د ينګي کلا ولسوال عبدالمناف فيض، پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې شنبې په ورځ (د تلې ٢٥مه) د ملي اردو یو سرتېری چې له درقد ولسوالۍ څخه تالقانو ښار ته روان و، د ینګي کلا ولسوالۍ مخې ته "د ملک تاتار د وسله والو له لوري نیول شوی او د ولسوالۍ مخې ته په ډزو وژل شوی دی."

 د تخار ولايت د والي وياند وايي چې تاتار د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرپرست دى، خو فيض وايي چې تاتار نامسووله وسله وال لري، په زور د امنيه قوماندانۍ سرپرست شوى او ياد شوى د ملي اردو سرتېرى د هغه کسانو وژلى دى.

دى وايي: " زه کابل ته تللی وم، ملک تاتار راغلی، خپل یو وسله وال محمد ناصر یې زما په ځای سرپرست ولسوال ټاکلی دی، د ملک تاتار له لوري نومول شوی ولسوال محمد ناصر د ولسوالۍ په قره ول کې د ملي اردو سرتېری محمد ظاهر درولی، نیولی یې دی او د قراول مخې ته یې په ډزو وژلی دی، په لسګونو کسان د دغې پېښې شاهدان دي. "

د ملي اردو د وژل شوي سرتېري ورور ګلاب خان پژواک خبري اژانس ته وويل، د ورور له قاتل څخه یې ملک تاتار په ښکاره دفاع کوي او ازاد ګرځي.

هغه زياته کړه، که دولت یې قاتل ونه نیسي، دوی ته دې اجازه ورکړي چې ویې نیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نوموړى وايي: " زما د ورور په ځان د ملي اردو کورتۍ وه، په جیب کې یې د ملي اردو کارت هم و، زما په ورور یې د طالب شک کړی، نیولی یې دی، یوه کلمه هم پوښتنه یې ترې نه ده کړې، د قراول مخې ته یې په عام محضر کې درولی، وژلی یې دی او مړی یې کندې ته اچولی او ویلي یې دي، چې طالب مو وژلی. "

په ورته وخت کې بیا د ینګي کلا سرپرست امنیه قوماندان ملک تاتار په ده پورې شوي تورونه ردوي او وايي، محمد ناصر د امنیې قوماندانۍ پولیس دی چې د ملي اردو د سرتېري له وژلو وروسته، له یوه ټوپک سره تښتېدلی دی.

دى وايي چې پوليس د محمدناصر د نيولو په لټه کې دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تيمور، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو د سرتیري محمد ظاهر د وژل کېدو د څرنګوالي د څېړلو لپاره، یو پلاوی سیمې ته استول کېږي.

د هغه په وينا، هڅه کوي ژر تر ژره د دغې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version