ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په غوريان کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 Oct 2015 - 11:36
21 Oct 2015 - 11:36

هرات ښار (پژواک،٢٩ تله ٩٤): د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په هرات کې امنيتي چارواکي وايي چې تېر مازديګر شاوخوا پنځه پجې يو شمېر وسله والو طالبانو په ډله ييز ډول پر غوريان ولسوالي يرغل کړى چې نښته د شپې تر لسو بجو روانه وه.

د دوى په خبره، د نوو سرتېرو په ورتګ سره طالبان ځپل شوي دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لسو طالبانو مړي د جګړې په ډګر پاتې دي، خو امکان لري چې د مرګ ژوبلې شمېره له دې نه هم لوړه شي.

ويل کېږي چې په دې نښته کې پنځه افغان سرتېري هم وژل شوي او درې ملکي وګړي ژوبل دي، خو احمدي په اړه وويل:((دا چې اوس شپه ده نو د مرګ ژوبلې شمېره کره نه ده، خو د وژل شوو پوره شمېره به سبا د ورځې څرګنده شي.))

احمدي زياته کړه چې د غوريان ولسوالۍ وضعيت له پنځه ساخته نښتې وروسته عادي حالت ته ستون شوى او يو شمېر طالبان له سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه چې د هرات امنيه قوماندان عبدالمجيد روزي هم په دې عملياتو کې ګډون لري.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې په دې نښته کې ١٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

ويل شوي چې دا بريد د لسګونو طالبانو له خوا د مشهور طالب قوماندان اميرک په مشرۍ پلان شوى وز

د پېښې پر ځاى کې ځينې ځايي اوسېدونکي او عيني شاهدانو ويلي وو چې طالبانو لومړى د غوريان ولسوالۍ د بازار ځينې سيمې ونيولې او خپل بيرغ يې ددې ولسوالۍ پر څلور لاره کې اوچت کړ.

د دوى په خبره، طالبانو د پوليسو يوه مرکز هم سوځولى، خو کله چې د پېښې ځاى ته تازه امنيتي ځواکونه ورسېدل، نو طالبانو د مقاومت توان نه درلود او وتښتېدل.

خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ادعا کړې چې د غورماچ ولسوالي يې نيولې او د ولسوالۍ له مرکز نه يې بنديان خوشي کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version