ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى

25 Oct 2015 - 12:38
25 Oct 2015 - 12:38

غزني ښار(پژواک،٣لړم٩٤): په غزني کې د معتادينو د درملنې مرکز چارواکي وايي چې په دې ولايت کې په ښکاره توګه د نشه يي توکو د پلورلو له امله د روږدو کسانو شمېر د ډيرېدو په حال کې دى.

په غزني ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز مشر نصرالله نعيمي دلړم په ٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې مرکز په تېرو څو کلونو کې په لږو امکاناتو د شاوخوا ٣٥٠٠ کسانو درملنه کړې ده.

د هغه په وينا، خو سره له دې هم په دغه ولايت کې نشه يي توکي په ښکاره ډول پلورل کيږي چې له امله يې هره ورځ په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډيرېدو دى.

نوموړي وويل : ((زياتره کسان موږ تداوي کړو خو بېرته نشه يي توکو ته مخه کړي او دا  ځکه چې په ښار کې نشه يي توکي په رڼا ورځ پلورل کيږي او حکومت يې مخه نه نيسي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړۍ ٥٠ تنه په دې مرکز کې تر درملنې لاندې دي خو که د نشه يي توکو د پلورلو مخه ونه نيول شي دغه درملنه ګټه نه کوي.

نعيمي دا هم وويل چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاقبران ډير دي او کله نا کله ددې روغتون کارمندان هم ګواښي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله پنځه کاله په ګاونډي هېواد ايران کې تېر کړي او هلته په نشه يي توکو روږدى شوى دى.

هغه پژواک ته وويل : (( په غزني ښار کې ښکاره چرس، پوډر او هيرويين پلورل کيږي څومره دې په کار دي چې زه يې درته راوړم.))

د اسدالله په وينا، کورنۍ يې څو ځلې د ده د درملنې هڅې کړي خو بيا هم په نشه يي توکو روږدى شوى، چې له امله يې کورنۍ اوس دى له کوره ايستلى دى.

د هغه په خبره، که حکومت ځوانانو ته د کارکولو زمينه برابره کړي نو امکان لري ډيرى ځوانان له نشه توکو څخه لاس په سر شي.

دغه راز د غزني  ښار اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل: (( زما ورور په نشه يي توکو اخته شوى   انډيوالانو يې اول ورته چرس ورکول اوس پوډر څکوي.))

هغه وايي چې دوه ځله يې د خپل ورور درملنه کړې خو په ښار کې په ښکاره ډول د نشه يي توکو د پلورلو له امله  بيرته روږدى شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version