ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ بريا په ډولونو او اتڼونو ونمانځل شوه

29 Oct 2015 - 12:50
29 Oct 2015 - 12:50

کابل ( پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : هېوادوالو د زمبابوې پر وړاندې د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې د افغانستان ستره بريا په ډولونو او اتڼونو ونمانځله .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه افريقايي هېواد زمبابوې ته د کرکټ په دويمه شل اووريزه نړيواله لوبه کې هم ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ يې دوه پر صفر وګټله او تاريخي ريکارډ يې جوړ کړ .

دا لومړى ځل دى چې د کرکټ ددويمې درجې غړيتوب لرونکي هېواد ( افغانستان) د لومړۍ درجې غړيتوب لرونکي هېواد  ( زمبابوې ) ته ستره ماتې ورکړه.

تېره شپه د افغانستان په وخت په شاوخوا اووه بجو د افغانستان د ملي لوبډلې له بريا سره سم په پلازمېنه کابل، کندهار، جلال اباد او يو شمېر نورو ښارونو کې هېوادوال او د کرکټ مينه وال راووتل ، په ډولونو او اتڼونو يې دا بريا ونمانځله.

لسګونه کسان چې د هېواد ملي بيرغ ورسره وو، په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ مخې ته راټول شول او د کرکټ د بريا په اړه يې شعارونه ورکول.

د ذبيح الله په نامه يوه ځوان چې د  اتمې حوزې له رحمن مېنې څخه  د کرکت بورډ مخې ته راغلى و او د يادې بريا خوښي يې نمانځله پژواک خبري اژانس ته وويل : (( په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو ښکلې شېبه همداده.))

هغه زياته کړه،چې د يوه پياوړې لوبډلې پر وړاندې دا ډول ستره بريا عادي خبره نه ده، دا ډول لاسته راوړنې ډېرو کمو لوبډلو ترلاسه کړې دي.

د کابل له دوولسمې ناحيې احمدشاه بابا مېنې څخه د کرکت بورډ مخې ته راغلى شاهد احمد وايي چې  د افغانستان د بريا خوښۍ له دوى څخه د زلزلې غمونه هېر کړل.

دى وايي : (( حکومت او سوداګر بايد دافغانستان ملي اتلان ښه ونازوي تر څو دوى تشويق شي او په راتلونکي کې له دې هم ښه لوبه وکړي.))

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزى هم د  مينه والو په منځ کې و او د بريا خوښۍ يې نمانځله.

نوموړي پژواک  اژانس ته وويل چې  ملي لوبډلې داځل ډېرې تاريخي لوبې وګټلې  او ددې بريا تر شا د لوبغاړو د وړتيا ترڅنګ د هېوادوالو دعاګانې هم وې.

هغه له ټولو هېوادوالو مننه وکړه، چې تل يې د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ کړى او په دعاګانو کې يې ياد ساتلي دي.

د کندهار اوسېدونکو د کرکټ تاريخي بريا په پراخو ولولو او خوښيو ونمانځله.

د کندهار ښار د بېلابېلو سيمو سلګونو اوسېدونکو چې ملي بيرغونه يې پر خپلو موټرو  رپولي وو او کرکټ ته ويل شوې سندرې يې غږولې، د ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل، اتڼونه يې وکړل او دغه تاريخي بريا يې د يوه جشن په توګه ونمانځله.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي نثار احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ډېر خوشحاله يم چې زما د ګران هېواد د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاريخ کې په پر له پسې توګه دوه ځله تاريخ جوړوي.))

هغه زياته کړه، افغانستان چې د کرکټ د دويمې درجې غړيتوب لرونکی هېواد دی، د کرکټ د لومړۍ درجې هېواد ته يې په يوه ورځنيو پنځوس اووريزو او شل اووريزو سياليو کې پرله پسې ډول ماتې ورکړه.

دى وايي، دا د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د دويمې درجې غړيتوب لرونکی هېواد د لومړۍ درجې لرونکي هېواد لوبډلې ته ماتې ورکوي.

د کندهار ښار يوه بل اوسېدونکي محمد اشرف پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېر خوشحاله دى چې د سلګونو ځوانانو په منځ کې د خپلې ملي لوبډلې د اتلولۍ په جشن کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه، د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په پر له پسې دوو ماتې ورکولو وښودله چې هغوى د کرکټ په ډګر کې بې سارې وړتيا لري او ډېر پرمختګ کولى شي.

 دى وايي، په کرکټ کې ګټل او بايلل ضرور وي، خو افغانانو ته په کار دي چې په هر حالت کې په بشپړ يووالي د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي او هغوى ته د بد ويلو پر ځاى  يې وهڅوي چې خپل هېواد ته لا نورې برياوې راوړي.

تېره شپه له يادې بريا سره سم د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښاريانو خپلې خوښۍ په هوايي ډزو سره ونمانځلې او تر يوه ساعت پورې د ښار له هرې  څنډې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د وزير ګل په نامه يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل : (( که څه هم ډزې ښه کار نه دى، خو څه وکړو، موږ غواړو له دې لارې خپله خوښي ونمانځو.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version