کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۹۴): د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستيز وايي، افغانستان له نړيوال تروريزم سره په جګړه ښکېل دی، نو اړينه ده چې د ملي اردو ځواکونه د لوړ مورال او مسلکي زده کړو په لرلو سره دې جګړې ته چمتو وي.
دغه څرګندونې لوی درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم نن په کابل کې د ۲۰۰۰ افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو د فراغت پر مهال وکړې او زياته يې کړه چې د افغانستان په روانه جګړه کې نړيوال تروريزم لاس لري او غواړي دغه هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
لوی درستيز زياته کړه: "دا چې زموږ هېواد د نړيوال تروريزم له ګواښ سره مخ دی، نو اړينه ده چې زموږ ملي ځواک په ځانګړي ډول د ملي اردو ځواکونه بايد دې جګړې ته تيار و اوسي او په لوړ مورال او د لوړو مسلکي زده کړو په لرلو سره هرې ستونزې ته حل لار ولټوي او د هر دښمن مقابلې ته تيار وي."
هغه د ملي اردو له ځواکونو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او عنعناتوته درناوی وکړي او زياته يې کړه: ((د ملي اردو اصلي دنده د ولس او خلکو ساتنه ده او د ولس د ملاتړ په ترلاسه کولو سره کولی شو په هره برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.))
لوی درستيز وايي، هر څومره چې افسران او سرتېري د زده کړو بهير په ښه ډول پای ته ورسوي، کولای شي دښمن ته د مخامخ مقابلې او جګړې په بهير کې سخته ماتې ورکړي.
هغه فارغو پوځيانو ته وويل: "تاسو هم پر نړيوالو معيارونو برابرې پوځي زده کړې لرئ، تاسو بايد په ډېره لوړه روحيه د دښمن پر وړاندې جګړه وکړئ، خپله روحيه مه بايلئ، دښمن له موږ سره د مخامخ جګړې توان نه لري. "
هغه ټينګار وکړ چې د ملي اردو د ځواکونو کړنې او برخورد بايد سالم وي او په هر ځای کې له خپلو خلکو سره ښه سلوک ولري، د خپل هېواد دفاع ته چمتو و اوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن