ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر افغان مشرانو د افضل خان لالا په مړينه خواشيني څرګنده کړه

1 Nov 2015 - 17:53
1 Nov 2015 - 17:53

کابل ( پژواک ،١٠ لړم ٩٤ ) : د افغانستان سياسي او ټولنيزو مشرانو د کوزې پښتونخوا د وتلي سياستوال افضل خان لالا په مړينه غمرازي څرګنده کړې ده.

د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړى افضل خان د لړم په ١٠مه، د  ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٤ کلونو په عمر وفات شو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغه په مړينه په خپل پيغام کې ويلي : (( په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتونخواستر سياسي، ټولنيز او فرهنګي شخصيت محمد افضل خان د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.))  

هغه زياته کړې چې افضل خان لالا د پښتنو يو مخلص او خواخوږی مشر او مبارز ، د لوړې سياسي مفکورې خاوند ،  پياوړی ليـکوال او اديب و، چې پـه خپله پـراخه حوصله او لوړ عـزم سـره يې تـل د افغانانو د يووالي او د دوی د ښېرازۍاو پـرمختګ لپـاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او په دې لاره کې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

کرزي ويلي، محمد افضل خان خپلې مقدسې داعيې ته د خدمت په لاره کې د ځاني او مالي قربانيو ترڅنګ تر اخره په سوات کې د خپل ولس تر څنګ پاتې شو او په دې توګه يې د دوی د ډاډ او حوصلې د لوړېدو زمينه برابره کړه.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم د افضل خان لالا په مړينه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې هغه د پښتونخوا د ولسي خوځښت يوه مهمه مبارزه څېره وه چې په تېرو اوو لسيزو کې يې د پښتونخوا د ولسونو د ملي ديموکراتيکو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه هم پرله پسې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.

هغه زياته کړې، چې افضل خان د جلاوطنۍ ستونزې او د زندان ناخوالې ګاللې دي.

داتمر په وينا، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه هم افضل خان لالا تل يو روښانه، ملي او د ټول افغان ولس له ګټو سره سم دريځ ساتلی دی.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د افضل خان د مړينې په اړه ويلي، چې افضل خان لالا د افغانستان د خلکو يو خواخوږی دوست و، چې له تاريخي پلوه يې د ټولې افغاني خاورې ولسونه خپل خلک ګڼل او د هغوی په غم او خوښۍ کې شريک و.

هغه زياته کړې، ارواښاد افضل خان لالاپه سيمه کې د تاوتريخوالي ، بې عدالتۍ او شخړو مخالف و او ټول عمر يې د افغان ولس د پيوستون، يووالي ، پرمختګ، تعليم او خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه.

د سيمه ييزو اورګانونو د خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل هم د افضل خان لالا  مړينه  لويه ضايعه بللې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version