شبرغان (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش د ولايتي شورا مشر کينجه کارګر په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى او څلور ملګري يې ژوبل شوي دي.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنت امرسمونوال عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګارګر نن له غرمې وړاندې د جوزجان له مرکز شبرغان څخه د خاتون کلا کلي ته روان و چې فرونر موټر يې شهيدانو پارک ته نږدې له بل موټر سره ټکر شو.
هغه زياته کړه چې کينجه کارګر په دې پېښه کې ځاى پر ځاى سا ورکړې او د ملي جنبش د ځوانانو شورا مشر غلام سخي سبحاني، د هغه چلوونکى او دوه ساتونکي ژوبل شوي دي.
د جوزجان د عامې روغتيا مشر ډاکټر فريدون حبيب وويل چې د يوه ساتونکي وضعيت ډېر نازک دى او د لا زياتې درملنې لپاره د بلخ مرکز مزارشريف کې د المانيانو مارمل کمپ ته لېږدول شوى دى.
د يادونې وړ ده چې کينجه کارګر، شاوخوا شپېته کاله عمر درلود، پخوا يې جوزجان ملي امنيت اداره کې د پوځي افسر په توګه دنده ترسره کړې او له تېرې څه باندې يوې لسيزې راهيسې يې د ملي اسلامي جنبش د ولايتي شورا د مشر په توګه دنده اجرا کوله او تر څنګ يې فرهنګي شخصيت و.
نوموړى د ببرک کارمل د حکومت پرمهال د شمال تفحصاتوتصدۍ کارګر، د ډاکټر نجيب د حکومت پرمهال د کارګرانو ټولنې د مشر او د مجاهدينو د حکومت پرمها داقچه او اندخوى د ولسوال په توګه دندې اجرا کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن