ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني: د سولې شورا د مشر ټاکلو په اړه له جهادي شورا سره مشوره نه ده شوې

9 Nov 2015 - 16:34
9 Nov 2015 - 16:34

کابل (پژواک، ١٨لړم ٩٤): د افغانستان جهادي او ملي سياسي ګوندونو شورا وايي چې د سولې عالي شورا د مشرتابه په اړه له دوى سره مشوره نه ده شوې.

دغه شورا چې د روان لمريز کال د وږي په ٥مه په کابل کې د خپل شتون اعلان کړى، په کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهه، د پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ ملي محاذ، د حاجي دين محمد په مشرۍ اسلامي حزب، د کريم خليلي په مشرۍ د وحدت اسلامي، له حزب اسلامي څخه قطب الدين هلال، له افغان ملت ګوند څخه انوارالحق احدي، احمد ضياء مسعود او يو شمېر نور جهادي او سياسي مشران يې غړيتوب لري.

د دې شورا غړى او وياند سيد حامد ګيلاني وايي چې دوى د رسنيو له لارې خبر شوي چې د افغانستان حکومت د سولې عالي شورا لپاره نوى مشر ټاکلى دى.

هغه زياته کړه: ((زموږ جهادي او سياسي شورا مشرانو نن سهار غونډه وکړه او پر دې يې خپګان څرګند کړ چې د سولې شورا د نوي مشر ټاکل کېدو په اړه له دوى سره مشوره نه ده شوې او نه دوى په دې اړه خبر دي.))

نوموړي که څه هم د سولې عالي شورا د نوي مشر نوم په ډاګه نه کړ او نه هم تر اوسه په دې اړه دولت کوم رسمي اعلان کړى دى.

خو تېره اوونۍ يوې لوړپوړي دولتي سرچينې پژواک ته ويلي وو چې د امنيت شورا په غونډه کې د مخکني ولسمشر لومړى مرستيال او د ولسي جرګې پخوانى رييس يونس قانوني د سولې د عالي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.

حامد ګيلاني زياته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره ملي ميکانېزم ته اړتيا ده، څو د دغه مېکانيزم له مخې د سولې لپاره کار وشي.

د هغه په وينا، د دوى جهادي او د سياسي ګوندونو شورا او ټول ملت بايد د سولې عالي شورا د جوړښټ په اړه معلومات ولري او هېڅ خبره ترې پټه ونه ساتل شي.

د يادې شورا وياند وويل چې د سولې عالي شورا د مشر د ټاکلو پروسه بايد په شفاف ډول ترسره شي او ټول ولس ته د منلو وړ شخص وي.

ګيلاني زياته کړه: ((څوک چې د سولې شورا د مشرتابه لپاره ټاکل کېږي، بايد ځانګړي صفتونه ولري.))

د هغه په وينا، د سولې شورا رييس بايد په کورنيو جګړو کې ښکېل نه وي پاتې شوى، پر سولې باور ولري، ديني او سياسي پوهه او صلاحيتونه ولري.

د جهادي شورا دغه غړي وويل چې ملي مصلحتونه بايد د سياسي او شخصي مصلحتونه قرباني نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version