ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د غزني د اوو سر پرې شويو وګړو قاتلين دې پيدا او مجازات شي

12 Nov 2015 - 17:40
12 Nov 2015 - 17:40

هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شريف، شبرغان (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): په بېلابېلو ولايتونو کې د داعش وسله والې ډلې له خوا د غزني ولايت د اوو اوسېدونکو د وژلو په غبرګون کې لاريونونه وشول.

د داعش وسله والې ډلې څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه اوسېدونکي چې درې  مېرمنې او يوه ماشومه نجلۍ هم په کې وه، ووژل.

د غزني اوسېدونکو دغه مړي پرون د احتجاج په توګه کابل ته راوړل او د ارګ مخې ته لسګونو زرو کسانو د لاريون په ترڅ کې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

پرون په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې لسګونو زرو کسانو د يادې پېښې د غندلو په موخه لاريونونه وکړل.

دغه راز نن هم په ننګرهار ، بلخ هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونو کسانو دلاريونونو په ترڅ کې د داعش له خوا د ملکي وګړو وژل وغندل.

د هرات ولايت سلګونو اوسېدونکو چې په کې د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د لړم په ٢١مه، په هرات کې ديوه لاريون په ترڅ کې د زابل د پېښې د قاتلينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې پر داعش او طالبانو د مرګ شعارونه ورکول، له ملي يووالي حکومت څخه  وغوښتل چې د يادې پېښې جدي پلټنې وکړي.

د هرات د ولايتي شورا غړي سيد عظيم کبرزاني لاريون کوونکو ته وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد دافغانستان د خلکو ددښمنانو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي او له مصلحتونو کار وانخلي.

هغه زياته کړه، چې حکومت بايد دمخالفينو پر وړاندې له ټول قوت او توان څخه کار  واخلي.

دغه راز نن د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د يادې پېښې د غندلو په موخه لاريون وشو، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د علي جعفري په نامه د لاريون يوه تنظيموونکي پژواک اژانس ته وويل چې دولت بايد د جاغوري د عامو خلکو قاتلين ونيسي او سزا ورکړي.

هغه حکومت پر بې غورۍ تورن کړ او ويې ويل چې ددې پېښې په اړه بايد جدي اقدامات وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version