کابل(پژواک،٢٤ لړم ٩٤): د سرو زرو بيه د تېرو کلونو په پرتله لوېدلې او پلور يې هم په وروستي يوه کال کې په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي ستونزو د ډېرېدو په سبب، شاوخوا ٦٠ سلنه کم شوى دى.
په نړيوالو بازارونو کې د٢٠١١ کال د ډسمبر په ٧مه(د١٣٩٣ د ليندۍ ١٦مه) د سرو زرو د يوه اونس(٣١ګرامه) بيه ١٧٣٦ امريکايي ډالر وه، خو نن ورځ ١٠٨٣ ډالر ده. (http://www.kitco.com/)
زرګران وايي چې په کابل کې د سرو زرو د بيو لوړېدل او غورځېدل، د نړيوالو بازارونو له بيو سره اړيکه لري، ددې ترڅنګ د تقاضا کمښت او ډېرښت هم پرې اغېز کړى دى.
ددې ترڅنګ د پژواک خبري اژانس اوونيز اقتصادي راپورونه څرګندوي چې د ١٣٩١ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د يو ګرام عربي عيار٢١ سرو زرو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ(٤٨.٢ ډالر) ته رسېدلې وه، خو نن ورځ ٢١٥٠ افغانۍ( ٣٢ ډالر) ده.
په ډالرو سره يادو شوو بيو ته په پام ، د سرو زرو بيه شاوخوا ٣٣ سلنه کمه شوې ده.
په کابل کې د صالح زاده زرګرۍ مالک حاجي حامد صالح زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرو زرو بيې د سرو زرو په نړيوالو بازارونو کې ځکه کمه شوې چې سوريه، عراق، يمن او لبنان هېوادونه چې پرېمانه سره زر لري، د جګړې په سبب له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ډېر سره زر استخراجوي.
د پلورد کچې لوېدل
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن