ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جګړو کې معيوب شوو شلو کسانو ته مصنوعي لاسونه ورکړل شول

19 Nov 2015 - 14:35
19 Nov 2015 - 14:35

جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د "باز خيريه بنسټ" له لوري شلو هغو معذورو کسانو ته چې لاسونه يې د جګړو او چاودنو له امله له لاسه ورکړي،  مصنوعي لاسونه ورکړل شول .

د دغه بنسټ مشر بازمحمد عابد د لړم په ٢٨مه د دغو مصنوعي لاسونو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اسټراليا کې د ځينو افغانانو له لوري د دوی له بنسټ سره د پنځوسو مصنوعي لاسونو مرسته شوې ده.

هغه زياته کړه، له دې څخه يې نن ٢٧ مصنوعي لاسونه شلو هغو کسانو ته ورکړل چې خپل لاسونه يې د جګړو په ليکو او چاودنو کې له لاسه ورکړي دي.

د نوموړي په وينا، هر مصنوعي لاس شاوخوا پنځه سوه امريکايي ډالره بيه لري چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او ځينو نورو ولايتونو او سېدونکو ته ورکول کېږي.

د دغو مصنوعي لاسونو د وېش د  مراسمو په څنډه کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د باز خيريه بنسټ د هڅو او په اسټراليا کې د مېشتو افغانانو له مرستې مننه وکړه.

هغه له نورو ټولنو هم وغوښتل چې د ياد بنسټ په څېر له بې وزله وګړو سره د مرستو او معذورو کسانو ته د اسانتياوو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي.

نوموړي دغه راز له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له سوداګرو وغوښتل چې په دغو برخو کې له خيره بنسټونو سره مرستې وکړي .

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله چې دواړه لاسونه يې د جګړې پر مهال له لاسه ورکړي، د مصنوعي لاسونو د ورکړې له امله خوښي وښوده.

هغه پژواک ته وويل:‌ ((اوس مهال کولى شم چې د چای ګيلاس راواخلم، ډوډۍ په قاشوغه وخورم او له خلکو سره په لاس ستړې مشې هم وکړم.))

پر دغو متحرکو مصنوعي لاسونو سربېره د باز خيريه ټولنې له لوري تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې سلګونو معذورو وګړو ته بايسکلونه هم ورکړل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version