ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ وزير: د اوبلن ګاز بيې به په نږدې ورځو کې ټيټې شي

21 Nov 2015 - 16:56
21 Nov 2015 - 16:56

کابل(پژواک،٣٠ لړم ٩٤): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې دولت له اذربايجان، روسيې او ترکمنستان څخه ٣٧٢ زره ټنه اوبلن ګاز پېرلى او په نږدې ورځو کې به په هېواد کې د ګازو بيې ټيټې شي.

 د روان کال په چنګاښ مياشت کې په کابل کې د يو کيلوګاز بيه تر دېرش افغانيو پورې غورځېدلې وه، خو نن په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

ولسي جرګې نن د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا ور غوښتى و، څو د ګازو د بيو لوړېدو په اړه جرګې ته معلومات ورکړي.

رسا وويل چې د وزارت چارواکو روسيې او ترکمنستان ته سفرونه کړي د ٧٢ زره ټنه ګازو د پېرلو قرار داد يې له روسيې او د ١٥٠ زره ټنه ګاز پېرلو قرار داد يې له ترکمنستان سره لاسليک کړى دى.

 هغه زياته کړه چې افغان دولت تر  دې وړاندې ١٥٠ زره ټنه ګاز له اذربايجان نه پېرلى و او لېږد يې پخوا پيل شوى دى.

دده په وينا چې په څو راتلونکو ورځو کې له روسيې او ترکمنستان څخه ددې اوبلن ګاز په را رسېدو سره د ګازو بيې ټيټېږي.

 نوموړي وويل چې څو زره ټنه اوبلن ګاز له اذربايجان  څخه هرات ته را وارد شوى او دا کار په دې ولايت کې د ګاز د بيو غورځېدو سبب شوى.

هغه په دې وروستيو کې د ګازو د بيو لوړېدو په اړه څرګنده کړه چې په اسعارو کې بدلونونه، د کابل برېښنا پنځوس سلنه پرچوي ، د تقاضا ډېرو والى او د زېرمو نشتون د ګازو د بيو لوړېدو سبب شوي.

ده همدارنګه وويل چې په وروستۍ يوه مياشت کې په ترکمنستان کې د ګازو د استخراجي دستګاوو د چاڼ ځايونو د چاڼ په سبب افغانستان ته ګاز نه دى وارد شوى. د هېواد د اړتيا وړ ٦٠ سلنه ګاز له ترکمنستان نه واردېږي.

 د ويلو ده چې نننۍ ناستې ته د سوداګر وزير، د افغانستان بانک مشر خليل الله صديق، د ماليې وزارت مرستيال مصطفى مستور او د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر فريدالله شيرزى هم ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو، څو د افغانۍ د ارزښت لوېدو په اړه معلومات ورکړي، خو د جرګې د ځينو غړو په غوښتنه غونډه سري اعلان شوه.

په ١٣٨٢ لمريز کال کې د نوو افغانيو د چاپ او خپرېدو ونه وروسته نوو بانکنوټونو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له ٤٨نه ٥٢ پورې ساتلى و، خو په وروستيو څه باندې دوو کلونو کې افغانۍ نزولي سير درلود او نن يې د يوه ډالر پر وړاندې ارزښت ٦٨.٣٠ افغانۍ دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version