ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په نښتو او چاودنو کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 Nov 2015 - 11:37
22 Nov 2015 - 11:37

ميمنه (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): په فارياب کې د چاودنې او دوو ځايي قوماندانانو د نښتې او وسله وال بريد له امله د جنبش ګوند د سياسي کمېټې د يوه غړي د ساتونکي په ګډون دری کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د فارياب ولايتي شورا مشر محمدطاهر رحماني وايي چې پرون مازديګر ځينو ماشومانو د پښتونکوټ په کله شاخ سيمه کې څاروي څرول چې د ماين چاودنه پرې وشوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د وسله والو مخالفينو کار دى چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.

په ميمنې کې د افغان- ترک روغتون ډاکتر، احسان الله زياته کړه چې ټپي شوي له ١٠ تر ١٢ کلونو پورې عمر لري چې درملنه يې روانه ده، خو د يوه روغتيايي وضعيت نازک دى.

د ولسي ځواک يوه قوماندان د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې طالبانو ځيني ماشومان د يوې پوستې د ويجاړولو لپاره بيولي وو چې د ماين چاودنې له امله دا پېښه رامنځته شوه. ياده شوې پوسته طالبانو تېره اوونۍ له دولت پلوه ځواکونو نيولې وه.

له بلې خوا د پلڅراغ ولسوالۍ په اق بلاق سيمه کې د  دوو سيمه ييزو قوماندانانو نيسم او محمدعلي تر منځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وويل چې نښته د شخصي او ډله ييزو اختلافاتو په سبب رامنځته شوې چې د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند قوماندان نسيم يو کس وژل شوى او دوه نيول شوي دي، همدارنګه د قوماندان محمدعلي دوه کسان ژوبل شوي دي.

قادري وويل: ((د دواړو خواوو تر منځ ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د حل لپاره يې يو پلاوى ساحې ته استولى دى.))

د جنرال دوستم په مشرۍ د اسلامي ملي جنبش د سياسي کمېټې د غړي رحمت الله ترکستاني يو ساتونکى هم په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې وژل شوى دى.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې دا ساتونکى خداى بردي نوميده او د ميمنه – اندخوى لويې لارې د پوليسو د لومړى نمبر قطعې د يوه سرتېري له خوا وژل شوی چې لامل يې نا څرګند دى او سرتېرى له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په خپله ويبپاڼه کې يې ليکلي چې د ابراهيم په نامه يو دولتي قوماندان له خپلو ١١ کسانو سره د پښتونکوټ ولسوالۍ په بندر سيمه کې له دوى سره يو ځاى شوى دى. خو سيمه ييزو چارواکو دا خبره رد کړې ده.

د يادونې ده، يوه اوونۍ وړاندې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ٦٠ ولسي ځواکونه هم له طالبانو سره يو ځاى شول چې ځينو سرچينو دا يو ځاى کېدنه معامله بللې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version