جلال اباد (پژواک، ۲٤ زمری ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت د بهسودو پُله د بوديجې ستونزه د تدارکاتو د کمېسيون له خوا هواره شوې او ډېر ژر به يې د جوړولو چارې چټکې شي.
د بهسودو پول د جلال اباد له ښار سره د کونړ، نورستان او لغمان شاوخوا ٢٧ ولسوالۍ نښلوي چې د جوړېدو چارې يې تېر کال پيل شوې، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې چارې تر وروستي حده ټکنۍ روانې دي.
په همدې سيمه کې د بهسودو پخوانی پول هم شته خو د زړښت تر څنګ د څو چاودنو پر مهال يې ځينې برخې زيانمنې شوې او د ممکنه نړېدو له وېرې يې اوس ور څېرمه د بل پُله د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د دغه نوي پل د جوړوونکي شرکت "الينګار الکوزی" اجرائيه امر ډاکتر مايار څو مياشتې مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د ياد پله ۵۶ سلنه کارونه يې بشپړ کړي خو د فوايد عامې وزارت ورته پر وخت پيسې نه ورکوي.
هغه زياته کړې وه: ((د قرارداد وخت پوره شوی، موږ ته لګښتونه پر وخت را نه کړل شول؛ ځکه مو کارونه ټکني وو، اوس هم کار روان دی خو د تېر کال د کب له مياشتې تر اوسه شوي لګښتونه نه دي راکړل شوي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بوديجې د نشتوالي له امله د ياد پله چارې ټکنۍ شوې وې.
خو هغه زياته کړه چې د ننګرهار والي سليم خان دغه موضوع جدي نيولې او دا ستونزه يې په مرکز کې له چارواکو سره شريکه کړې ده.
خوږياڼي وويل چې د دغه پله پاتې بوديجه د تدارکاتو کمېسيون له خوا منظوره شوې او ډېر ژر به له د ولسمشر له خوا تر لاسليک وروسته يې پيسې ورسېږي او د پله د جوړېدو چارې به تېزې شي.
ده وويل چې د پول ٧٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي او دوى هڅه کوي چې په ژر فرصت کې يې ګټې اخيستلو ته وسپاري.
د هغه په وينا، والي سليم خان کندوز د بهسودو پله موضوع په خپل سل ورځني پلان کې نيولې وه او وخت په وخت يې له کارونو څارنه کوي.
د بهسودو پله په چارو کې د فوايد عامې وزارت استازي او د څارنې مسوول انجنير سيداحسان پژواک اژانس ته ومنله چې د بوديجې د نه شتون له امله يې چارې ځندېدلې وې خو زياته يې کړه چې اوس بوديجه منظوره شوې او ډېر ژر به يې کارونه خلاص شي.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير حميدالله طلوع پژواک اژانس ته وويل چې د پله ٧٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي او اوس يې کارونه تېز شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن