ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د سړکونو ګڼ پلګوټي پر بمونو الوځول شوي

24 Nov 2015 - 15:14
24 Nov 2015 - 15:14

لښکرګاه (پژواک، ٣ ليندۍ ۹۴): د هلمند د فوايد عامې مشر وايي چې د وروستيو جګړو په ترڅ کې وسله والو طالبانو د لويو لارو يو شمېر پولګوټي پر بمونو الوځولي دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د فوايد عامې مشر اهل الله عبيدي د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو په ترڅ کې طالبانو په يو شمېر سيمو کې پلګوټي پر بمونو الوځولي او په ځينو سيمو کې یې د تراکتور په وسيله د سړک قير هم خراب کړى دى.

هغه زياته کړه: ((يواځې په باباجي سيمه کې یې ١٥ پلګوټي الوځولي او نږدې د يو کيلومتر سړک قير يې ټول کړى دى.))

ده وويل چې پر ياد سړک د مرکز لښکرګاه د اوسېدونکو تر څنګ د ګرشک ولسوالۍ خلکو هم تګ راتګ کوي.

هغه وايي چې د دغه سړک او پلګوټو بيارغونه ډېرو پېسو ته اړتيا لري چې دوی یې په واک کې نه لري.

د عبيدي د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د لښکرګاه او مارجې سړک ٤ پلونه، سنګين او کجکي څو سيمې او د کابل- هرات د حلقوي سړک ٥٢ برخې يې پر ماينونو الوځولې دي.

هغه زياته کړه: ((دغه کارونه طالبانو په هغو سيمو کې کړي چې د دوى په ولکه کې دي.))

عبيدي دا هم وويل چې د وروستيو جګړو له امله د چاه انجير او ګرشک ولسوالیو تر منځ د غځېدلي سړک د رغونې چارې هم ځنډېدلې دي.

د باباجي سيمې اوسېدونکي نثاراحمد هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې طالبانو يو شمېر پلګوټي پر بمونو الوځولي او سړک يې خراب کړى دى.

ده وويل چې په دې سيمه کې پوليسو او ملي اردو يو شمېر پلونه په موقتي ډول جوړ کړي تر څو خلک پرې تګ راتګ وکړي.

د ده په وینا، که چېرې حکومت د دې سیمې د بیا نیولو لپاره بېړه ونه کړي، کېدای شي په سیمه کې مېشت طالبان نور زيانونه هم واړوي.

د لښکرګاه ښار يو موټر چلوونکي مهردل پژواک ته وويل د کندهارـ هرات له حلقوي سړک څخه تر سنګین او بیا تر کجکي پورې سړک دومره زيانمن شوی چې جوړول يې ستونزمن دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version