ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په دولت اباد کې ۳۰ ټولکټې پروژې بشپړې شوې

20 Dec 2015 - 15:52
20 Dec 2015 - 15:52

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۴): د شمال زون د ملي پيوستون پروسې مسوولين وايي چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ۳۰ ټولګټې پروژې بشپړې شوې.

په مزارشريف ښار کې د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوول احمد فريد سعادت د لېندۍ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې بېلابېلې ۳۰ ټولګټې پروژې بشپړې  او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

نوموړي زياته کړه چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا په ۷۴ ميليونه او ۲۷۶زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې چې لس سلنه په کې د سيمو د خلکو ونډه ده.

د هغه په وينا، په يادو پروژو کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو ودانۍ،  د ۷ ښوونځيو ودانۍ، په ۳۹۰ متره اوږدوالي د يو ښوونځي د انګړ دېوال او د کرنيزو اوبو د وېش ۱۵۶ پايې شاملې دي.

سعادت وويل چې له يادو پروژو د دولت اباد ولسوالۍ د ۳۰ کليو کابو ۹۸۷۱ کورنۍ ګټه اخلي.

د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جميل پژواک ته وويل چې د يادو پروژو په بشپړېدو د دوی ځينې پوهنيزې او ټولنيزې ستونزې حل کېږي.

خو نوموړي زياته کړه چې دوی په سيمه کې د کرنيزو چارو تر سره کېدو ته ډېره اړتيا لري.

د هغه په وينا،که چېرې له دې وروسته په کرنيزه برخه کې بېلابېلې پروژې پلې شي نو ګټه به يې ډېره وي.

د شمال زون د ملي پيوستون مطبوعاتي مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروسې تر پوښښ لاندې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو کليو کې ۲۱۰۴ بېلا بېلې ټولګټې پروژې بشپړې شوې او ۲۰۰ نورې تر کار لاندې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version