ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوزى: په ننګرهار کې تر ټولو ستر فساد د ځمکو غصب په برخه کې شوی

21 Dec 2015 - 19:09
21 Dec 2015 - 19:09

جلال اباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار والي وايي، په دې ولایت کې تر ټولو زیات فساد د ځمکو د غصب په برخه کې شوی دی، خو په دې او ځينو نورو برخو کې د فساد د مخنیوي په موخه یې عملي او جدي کړنې پیل کړې دي.

والي سلیم خان کندوزي نن د لیندۍ په ۳۰مه د اداري فساد د مخنیوي نړیوالې ورځې په موخه جوړه شوې غونډه کې چې د یونما په دفتر کې جوړه شوې وه، ژمنه کړه، چې په دغه ولایت کې تر هر څه وړاندې ورته د فساد مخنیوی مهم دی.

هغه زیاته کړه، امنیتي ننګونې هم د نورو ترڅنګ د اداري فساد له امله رامنځته کېږي او په دغه ولایت کې د ځمکو غصب د فساد تر ټولو ستره سرچینه ده، چې د ګڼ شمېر زورواکو له خوا ترسره شوی دی.

د ده په وينا، په دغه ولایت کې په یو شمېر عایداتي ادارو کې مهمې څوکۍ  د ځانګړو کسانو له لوري له کلونو راهیسې قبضه شوې، چې د فساد لپاره یې زمینه برابره کړې او زیاته یې کړه، په دغه ولایت کې له هېڅ وسله والې مخالفې ډلې څخه دومره اندېښنه نه لري، لکه څومره چې په ادارو کې د مافیا کړیو له لاسوهنې څخه یې لري.

کندوزی زیاتوي، په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب مخنیوى، په ادارو کې د ستونزو هوارو، د مافیا کړیو رېښې وېستل او ځينې نور هغه موضوعات دي، چې په دغه ولایت کې به د فساد پر وړاندې مخنیوی وکړي.

په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو ادارې استازي وويل، له دغې غونډې څخه یې موخه د اداري فساد مخنیوی او لاملونو په ګوته کول دي.

د هغه په خبره، ازاد بحثونه او د مسوولینو پرېکړې او ژمنې کولای شي، چې د اداري فساد پر وړاندې د مخنیوي لامل وګرځي.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد درانى وایي، عام ولسونه له اداري فساد څخه په تنګ دي او هېڅکله هم نه غواړي، چې ځانونه په فساد کې ښکېل کړي، خو ځينې کسان له خپلو څوکیو څخه په ګټې اخیستنې له بېلابېلو لارو څخه فساد ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړي د ننګرهار ګمرک هغه اداره په ګوته کړه، چې تر ټولو زیات فساد په کې شته او همداراز یې د ولایتي او ولسي جرګې یو شمېر غړي هم تورن کړل، چې په ځينو ادارو کې د خپلو کسانو په دندو ګومارنې په ترڅ کې فساد ته زمینه برابروي.

په دغه غونډه کې یو شمېر نورو مسوولینو هم د فساد د مخنیوي په اړه خپل نظرونه له ګډونوالو سره د ازاد بحث په ترڅ کې شریک کړل.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version