کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۹۴): ولسمشر اشرف غني په یوه رسمي دوه ورځني سفر د ترکیې استنبول ښار ته رسېدلی دی.
له ارګ څخه د مرغومي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني ته د استنبول په نړیوال هوایي ډګر کې د استنبول والي، ښاروال او د ګارنیزون قوماندان ښه راغلاست ووایه.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې ده، چې ولسمشر به نن د ترکیې د اقتصادي کمیسیون له غړیو سره چې د هغه هېواد تاجران او متشبثین به هم حضور ولري، خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په هکله هغوی ته معلومات ورکړي.
ولسمر به ترکیې ته د سفر په جریان کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان او همدارنګه د هغه هېواد له لومړي وزیر سره جلا کتنې او خبرې وکړي.
په همدې ترتیب به د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه د سیاسي مشورو او د کورنیو چارو وزارتونه به د امنیتي همکاریو او همدارنګه په کابل کې د ترکیې له لوري د مولانا جلاالدین محمد بلخي پوهنتون د جوړولو په هکله د همکارۍ درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن