ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان باختري اثار په چاپان کې نندارې ته اېښودل شوي

27 Dec 2015 - 09:15
27 Dec 2015 - 09:15

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): د افغانستان د ملي موزيم ٢٣١ باختري اثار د جاپان په "کيوشو" ملي موزيم کې د سلواغې تر ٢٥مې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په کابل کې د جاپان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اثار د روانې مرغومي مياشتې په څلورمه د جاپان د "فکوکا" ښار په ياد موزيم کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نندارې ته په اېښودل شوو اثارو کې د بغلان ولايت د فلول تپې، د جوزجان طلا تپې، د تخار اى خانم او د پروان ولايت

 د بګرام ولسوالۍ د لرغونو سيمو اثار شامل دي.

سرچينه ليکي چې په "کيوشو" ملي موزيم کې نندارې ته د دغو اثارو پرانيسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين زردشت شمس او د کيوشو موزيم رييس شيماتاني هېرويوکي وکړه.

زردشت شمس په دې مراسمو کې ويلي چې د دغه نندارتون موخه دا ده چې د افغانستان لرغوني تاريخ او بډای فرهنګ نړيوالو په ځانګړي ډول د جاپان خلک و ته وروپېژندل شي.

ده په فرهنګي او نورو برخو کي له افغانستان سره د جاپان له مرستو مننه کړې او د داوړو هېوادونو د کلتوري اړيکو پر لا پراختيا يې ټينګار کړى.

سرچينه ليکي چې ده د جاپان له حکومته مننه کړې چې د افغانستان د ملي موزيم ۱۰۲ قلمه تښتول شوي اثار يې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په جاپان کې خوندي ساتلي دي.

ټاکل شوې چې ياد اثار به تر دې وروسته، د ۲۰۱۶ کال په اپرېل مېاشت کې د جاپان په توکيو ملي موزيم کې هم د دوو مياشتو لپاره نندارې ته وړاندي شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چي د توکيو نندارتون په پای کي به دغه اثار افغانستان ته تسليم کړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version