ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو، سولې او امنیت په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی وشو

29 Dec 2015 - 15:06
29 Dec 2015 - 15:06

کابل (پژواک، ٨ مرغومی ٩٤): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت او ځينو مدني ټولنو "د ځوانانو، سولې او امنيت" په اړه د امنيت شورا د پرېکړه ليک هرکلى وکړ.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه ٢٢٥٠ ګڼه پرېکړه ليک د تېرې لېندۍ مياشتې په ۱۸مه تصويب کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې غړي هېوادونه دې د ځوانانو پر وړاندې د شته تاوتريخوالو په له منځه وړل کې جدي هڅې وکړي او د تګلارو جوړولو او تصميم نيونې پر مهال دې ځوانانو ته ونډه او لومړيتوب ته ورکړي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له غړو هېوادونو غوښتنه شوې چې د سولې په ټينګښت او د سخت دريځۍ په له منځه وړو کې هڅې وکړي؛ تر څو ځوانان له تاوتريخوالي وژغورل شي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د نړۍ په کچه ځوانان تر هر چا ډېر له ستونزو سره مخ دي او د جګړو ښکار کېږي؛ نو ځکه غړي هېوادونه اړ دي چې د ځوانانو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې کړنلارې برابرې او پلي کړي.

نن د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو چارواکو او يو شمېر مدني ټولنو په همدې مناسبت په يوه خبري ناسته کې برخه واخيسته.

د "انديشه وران" په نوم ټولنې غړي علي فايض د ياد پرېکړه ليک د هرکلي تر څنګ وويل: "دغه پرېکړه ليک موږ ځوانانو ته د دې رسميت راکوي چې په خپل هېواد کې د سولې او ثبات په ټيڼګښت کې په بالقوه ډول ګډون وکړو او له حکومت سره اوږه پر اوږه د چارو په سمون کې برخه واخلو."

ده وويل: "له نړيوالې ټولنې مو غوښتنه دا ده چې د ځوانانو د ژوند د ښه والي لپاره اړينې مرستې ترسره کړي."

علي وايي: "موږ د ځوانانو د ستونزو د لرې کېدو په موخه د دې لپاره د عدالت غوښتنه کوو چې د نړۍ په کچه، په ځانګړي ډول په افغانستان کې ځوانان د جګړو د دوام لپاره کارول کېږي او د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان وژل کېږي."

د افغان ځوانو رهبرانو د شبکې غړې فاطمې حسيني په نننۍ ناسته کې وويل: "ځوانان هغه ځواک دی چې کولای شي د هېواد په ټولو چارو کې مثبت بدلون رامنځته کړي، خو له بده مرغه چې اوس ځوانان يواځې د جګړې د ابزارو په توګه کارول کېږي."

هغې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته د کارموندنې لپاره ګټورې تګلارې جوړې کړي تر څو د ناقانونه کډواليو مخه يې ونيول شي.

هغه وايي چې حکومت دې ځوانانو ته د ښو زده کړو لارې چارې برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version