ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاد محمدي افغانستان ته د کرکټ لوبه وګټله

29 Dec 2015 - 23:21
29 Dec 2015 - 23:21

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۴) : د ملي لوبغاړي شهزاد محمدي تاریخي لوبې له امله افغانستان وکولی شو دکرکټ په دویمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړي.

دا لوبه نن د مرغومي په ۸ مه، د متحده عربي اماراتو دشارجې په لوبغالی کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د زمبابوې لوبډله ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د زمبابوی لومړنیو لوبغاړو په احتیاط سره لوبه پیل کړه او د منډو جوړولو لړۍ یې ورو، ورو تیزه کړه، خو افغان لوبغاړی محمد نبي وکولی شو، چې د زمبابوې لومړی لوبغاړی وسوځول، تر ۱۲۰ منډو پورې د زمبابوې دوه لوبغاړي سوځیدلي وو، خو پر دې مهال دوو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې تر ۱۷۰ واړولې.

افغان توپ اچوونکو د لوبې په وروستیو برخو کې ښه توپ اچونه  وکړه او د زمبابوې د منډو مخه یې ونیوه، د زمبابوې لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۵۴ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري دولت ځدران درې، محمد نبي او روښان بارکزي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

فریدهوتک وایي چې افغانستان د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره ډیره ښه لوبه پیل کړه ، نور علي ځدران او شهزاد محمدي د ملي لوبډلې منډې ۸۰ ته ورسولې، خو نور علي ځدران په ۳۱ منډو وسوځید، محمد نبي هم ښه لوبه وکړه، خو تر ۳۳ منډو وسوځید.

د نبي تر سوځیدلو وروسته دافغان لوبغاړو د سوځیدو لړۍ پیل شوه او پرله پسې څلور لوبغاړي، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری او نجیب الله ځدران وسوځیدل او داسې ښکاریده، چې ګټلې لوبه دافغانستان له لاسه وځي.

خو بل لوري ته شهزاد محمدي ولاړ و او په یواځې ځان یې د زمبابوې مقابله کوله، میرویس اشرف هم په وروستیو کې ورسره ښه ملتیا وکړه او دواړه وکولی شول، یاد هدف ترلاسه او افغانستان ته بریا خپله کړي، شهزاد ۱۳۱ ناسوځیدلې او میرویس اشرف ۲۶ منډې جوړې کړې، شهزاد محمدي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version