ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره کېږي

29 Dec 2015 - 18:07
29 Dec 2015 - 18:07

کابل( پژواک، ٨ مرغومى ٩٤ ): ولسمشراشرف غني وايي چې حکومت چمتو دى څو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځ تر سره کړي.

ولسمشر، دا مطلب نن سهار د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون او غوراوي کمېټې له غړو سره د بېلا بېلو ليدنو پرمهال څرګند کړ.

نوموړي، د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون د وروستي راپور اوريدو ترڅنګ د غوراوي له کمېټې څخه غوښتنه وکړه څو په خپلو اجرا‌ءاتو کې د ياد کمېسيون وړانديزونه په پام کې ونيسي.

هغه خبرپاڼه چې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې د ولسمشر له خولې يې کاږلي چې د قانون له مخې د ټاکنو کره نېټې په ګوته کول، د ټاکنو خپلواک کمېسيون صلاحيت دى چې بايد د هغوى له لوري وټاکل شي.

اشرف غني زياته کړې ده، چې د هېواد له بېلابېلو پرګنو سره د پراخو مشورو څخه وروسته، تصميم نيول شوى څو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو تر ټاکنو دې د ملي شورا دواړه مجلسونه خپل کار ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې ليدنو کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم شتون درلود.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون کاري موده نن پاى ته ورسېده، خپل وروستى راپور او وړانديزونه يې په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره، جمهور رييس ته وړاندې کړل.

همداراز ولسمشر د ټاکنيزوکمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې له غړو سره په ليدنه کې وويل هغوى کولى شي چې له نن څخه په رسمي ډول خپل کار پيل کړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د کمېټې غړي بايد په پوره خپلواکۍ د قانون په رڼا کې عمل وکړي او په خپلو کړنو کې د وړتيا اصل په رڼه توګه په پام کې ونيسي.

په ورته وخت کې په ملي شورا کې هم يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت هوکړه کړې څو د ټاکنو کمېسيون اوسني غړي د ټاکنو مشري وکړي.

يادې سرچينې همداراز يادونه  کړې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د ټاکنو نېټه په ډاګه شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version