کابل( پژواک، ٨ مرغومى ٩٤ ): ولسمشراشرف غني وايي چې حکومت چمتو دى څو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځ تر سره کړي.
ولسمشر، دا مطلب نن سهار د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون او غوراوي کمېټې له غړو سره د بېلا بېلو ليدنو پرمهال څرګند کړ.
نوموړي، د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون د وروستي راپور اوريدو ترڅنګ د غوراوي له کمېټې څخه غوښتنه وکړه څو په خپلو اجراءاتو کې د ياد کمېسيون وړانديزونه په پام کې ونيسي.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې د ولسمشر له خولې يې کاږلي چې د قانون له مخې د ټاکنو کره نېټې په ګوته کول، د ټاکنو خپلواک کمېسيون صلاحيت دى چې بايد د هغوى له لوري وټاکل شي.
اشرف غني زياته کړې ده، چې د هېواد له بېلابېلو پرګنو سره د پراخو مشورو څخه وروسته، تصميم نيول شوى څو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو تر ټاکنو دې د ملي شورا دواړه مجلسونه خپل کار ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې ليدنو کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم شتون درلود.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون کاري موده نن پاى ته ورسېده، خپل وروستى راپور او وړانديزونه يې په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره، جمهور رييس ته وړاندې کړل.
همداراز ولسمشر د ټاکنيزوکمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې له غړو سره په ليدنه کې وويل هغوى کولى شي چې له نن څخه په رسمي ډول خپل کار پيل کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د کمېټې غړي بايد په پوره خپلواکۍ د قانون په رڼا کې عمل وکړي او په خپلو کړنو کې د وړتيا اصل په رڼه توګه په پام کې ونيسي.
په ورته وخت کې په ملي شورا کې هم يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت هوکړه کړې څو د ټاکنو کمېسيون اوسني غړي د ټاکنو مشري وکړي.
يادې سرچينې همداراز يادونه کړې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د ټاکنو نېټه په ډاګه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن