ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ۳۸ نور وسله وال وژل شوي

29 Dec 2015 - 12:12
29 Dec 2015 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ٨ مرغومى ٩٤): په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ٣٨ وسله وال وژلي دي.

د يادې قول اردو له خوا د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په دوو ساحو کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د چپرهار ولسوالۍ د سليمانخېلو په سيمه کې د داعش د ملا نعيم او حبيب زي وسله والو اړوند پر يوه قرارګاه يې هوايي بريد کړى چې په پايله کې يې ٣٦ وسله وال وژل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو بريدونو کې دغه راز د داعش وسله والو دوه ميله دهشکه، ١٢ ميله پيکاوې او ٨ ميله راکټونه له منځه وړل شوي دي.

سېلاب قول اردو دغه راز ويلي چې د داعش دوه نور وسله وال چې له سيمې پر موټرسايکلونو د تېښتې هڅه کوله، هم وژل شوي دي.

بلخوا د يادې قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفينو يو سيمه ييز قوماندان په سرحدي بندر تورخم کې نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړې، دغه قوماندان ګلا جان نومېږي، په ګلالي مشهور دى او د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبين په سيمه کې يې فعاليت کاوو.

د خبرپاڼې له مخې چې دغه قوماندان څو ورځې مخکې پاکستان ته تللى و او پرون د بېرته راستنېدو پر مهال ونيول شو.

سرچينې زياته کړې چې دغه قوماندان د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د ماينونو په خښولو او يو شمېر نورو ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

پرون هم د ننګرهار ولايت چارواکو په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د داعش د ٦٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version