کندهار ( پژواک، ٨ مرغومى ٩٤) : په کندهار کې د تکواندو لوبې لوبغاړي او استادان وايي، چې په دغه ولايت کې د جمنازيوم نشتوالي د تکواندو او نورو رزمي لوبو د ودې او پرمختګ مخه نيولې ده.
په کندهار کې د تکواندو او نورو رزمي لوبو ګڼ مينه وال شته، خو هومره اسانتياوې نه لري، څومره چې اړتيا ورته ليدل کېږي.
واصل د تکواندو تکړه لوبغاړى دى، چې په دې ورزش کې تور کمربند تر لاسه کړى او ډېر مهال د تکواندو لوبې په سياليو کې هم ګډون کوي.
دغه لوبغاړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په هېواد کې د نوې ادارې په راتلو په کندهار کې د نورو ورزشي لوبو په څېر د تکواندو په برخه کې هم فعاليت پيل شو.
دى وايي، په دې موده کې په کندهار ښار کې د تکواندو يو شمېر کلبونه پرانيستل شول او لسګونو تکواندو کارانو په کې روزنه تر لاسه کړې، خو د نورو ورزشي څانګو په څېر نه ده غوړېدلې.
واصل زياتوي، د تکواندو او نورو رزمي لوبو د نه ودې اصلي لامل په کندهار ښار کې د ورزشي جمنازيوم نشتوالى دى، چې د کلونو په تېرېدو لا هم وجود نه لري.
دى وايي، د جمنازيوم د نشتوالي له امله ډېر مهال د تکواندو او رزمي لوبو سيالۍ په زېرزمينيو کې تر سره کېږي چې د ګټې پر ځاى زيان لري.
د نوموړي په وينا، د لوبو پر مهال لوبغاړي ډېر اکسېجن ته اړتيا لري، خو دا چې په زېرزميني کې د اکسېجن کچه يو څه کمه وي، د لوبغاړي روغتيا ورسره زيانمنېږي.
هغه د افغانستان له اولمپيک ادارې غوښتنه وکړه چې په کندهار ښار کې دې د رزمي لوبو لپاره جمنازيوم جوړ کړي.
محبوب نوري په کندهار ښار کې د تکواندو د زده کړې کلب لري، دى هم وايي له مجبورۍ يې کلب په زېرزميني کې جوړ کړى، ځکه په کندهار ښار کې د دغې لوبې د زده کړې او سياليو لپاره اسانتياوې نشته.
دى وايي، د کندهار ښار ډېرى تنکي ځوانان له رزمي لوبو سره مينه لري او هره مياشت په لسګونو ځوانان د زده کړې لپاره دغه کلب ته ورځي.
خو محبوب وايي، چې دغه ځوانان تر لنډ وخت زده کړې وروسته مايوس شي، ځکه د جمنازيوم د نشتوالي له امله د دغو لوبو سيالۍ نه جوړېږي چې هغوى په کې ګډون وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن