ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هلمند وروسته به په کندوز کې هم پوځي عمليات ادامه پيدا کړي

3 Jan 2016 - 14:52
3 Jan 2016 - 14:52

کندوز (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونه اوسمهال په هلمند ولايت کې په عملياتو بوخت دي او هلته د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته به د کندوز په پاتې برخو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو هڅې پيل شي.

دا چارواکي زياتوي چې د ملي اردو د کومانډو ځواک د ځانګړو قطعو د شپنيو عملياتو په پيل سره  په زيانمنو سيمو کې د ملي اردو څو اډې جوړې شوې او د کندوز ښار د شاوخوا کمر بندونه پياوړي شوي دي.

د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې دشت ارچي، کلا زال او امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو له واکه ايستل شوې، امنيتي ځواکونه د امنيتي کمربندونو او د سترو پوځي مرکزونو او پوستو په جوړولو بوخت وو.

طالبانو د تلې په شپږمه نېټه د کندوز ښار لاندې کړ، خو د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په تدريجي ډول په دوو اوونيو کې بېرته ونيول شو او طالبان د ښار لرې سيمو او ولسواليو ته وتښتېدل.

د کندوز سرپرست په ډاګه کړه: ((اوسمهال ځواکونه په هلمند کې په عملياتو بوخت دي او هلته د جګړې په پاى ته رسېدو سره به د کندوز په پاتې ساحو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو پروګرام پيل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند په ځانګړي ډول د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او په کې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې هم امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او په هغو عملياتو کې چې دوه شپې وړاندې په دې ولسوالۍ د ځانګړې قطعې، له ترهګرۍ سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د چورلکو په ملتيا د طالبانو پر زندان ترسره کړل، د طالبانو له خوا ٥٩ تنه نيول شوي بنديان يې خوشي کړل.

ولسمشر غني امنيتي ځواکونه د بنديانو د خوشي کولو له اړخه ستايلي دي.

هغه دوه مياشتې وړاندې کندوز ته په خپل سفر کې ويلي و چې کندوز د دولت د پاملرنې په محراق کې دى او وسله وال مخالفين به په شمال ختيځ زون کې د چاڼيزو عملياتو په تر سره کولو سره وځپل شي.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي چې وسله وال مخالفين د ښار په يو کيلومترۍ کې ځاى پر ځاى شوي او که چېرې يې د ځپلو لپاره چټک اقدام ونه شي، احتمال لري چې راتلونکى پسرلى يو ځل بيا کندوز ښار له غميزې سره مخ شي.

د دغه ښار اوسېدونکي محمدنعيم وويل چې پخوا هم دولت خلکو ته ډاډ ورکاوه چې نن سبا عمليات پيلېږي، خو په همدې کې کندوز ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې اوس د چاڼيزو عملياتو لپاره هوا مناسبه ده او په کافي اندازه ځواکونه شته، خو دولت د طالبانو د ځپلو په برخه کې غلى دى او دا چوپتيا ورځ تر بلې د خلکو د لا زياتې  اندېښنې سبب ګرځي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version