ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګوکې يوه مېرمن او دوه وسله وال وژل شوي

3 Jan 2016 - 18:04
3 Jan 2016 - 18:04

ميدان ښار (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه ټپيان دي،دغه راز  د نښتې پر مهال يوه مېرمن هم وژل شوې ده.

ددې  ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات نن د مرغومي په ١٣مه، ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې د نرخ ولسوالۍ د ده حيات، کريمداد او ميردل قول سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو له فعاليت څخه پاکې شوې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې،د عملياتو پرمهال په ميردل قول سيمه کې نښته رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې     د دولت دوه مخالف وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

سرچينه کاږي، د عملياتو په ترڅ کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته له کوم زيان پرته د وسله والو يوه پيکا هم له منځه تللې ده.

سرچينه زياتوي، د شوې نښتې پرمهال د دولت مخالفو وسله والو په ډزو کې يوه مېرمن هم وژل شوې ده.

خو طالبان وايي چې په دغه پنځه ساعته نښته کې ددوى يو وسله وال ټپي او يوه مېرمن وژل شوې ده.

طالبانو په خپله ويب پاڼه ليکلي چې دغه جګړه د نرخ په ده حيات سيمه کې شوې او  امنيتي ځواکونو د تلفاتو په ليدو سره سيمه پرې ايښې ده .  

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version