ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ژېړۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د شپږو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي

3 Jan 2016 - 18:09
3 Jan 2016 - 18:09

کندهار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٤): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د شپږو ښوونځيو لپاره ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې په ولسوالۍ کې  ١٣ ښوونځي د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په ولسواليو کې د نورو ټولګټو پروژو کارونه کېدل، خو دا لومړى ځل دى چې د خلکو له خوښې سره سم د ملي پيوستون پيسې د ښوونځيو په جوړولو لګېږي.

د کندهار د پوهنې رييس انجنير عبدالقادر پيوستون پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو شپږو ښوونځيو ودانۍ د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول، نادي، نلغام، کولک، سنګ حصار او نهر کارېز سيمو کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، د ښوونځيو د ودانيو لپاره ځمکې د سيمې اوسېدونکو ورکړې، خو د ودانيو جوړولو چارې به يې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې تر سره کېږي.

دى وايي، د هرې ودانۍ پر جوړولو يونيم ميليون افغانۍ لګښت راځي، چې درسي ټولګي او اړوندې نورې خونې به ولري.

پيوستون له خلکو مننه وکړه چې د ملي پيوستون هغه پيسې چې پر نورو عام المنفعه کارونو لګول کېدې، د ښوونځيو پر جوړولو يې لګوي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په موخه ورته جدي اړتيا ده.

نوموړي د ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د پوهنې د ودې په لار کې دې له پوهنې رياست سره همکاري وکړي.

د کندهار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، ژيړۍ ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٣٤ ښوونځي لري چې ٢١ يې فعاله او ١٣ نور يې د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

په فعالو ښوونځيو کې د دوه زره نجونو په ګډون ٩٦٠٠ زده کوونکي زده کړې کوي.

د ژېړۍ ولسوال  سيد جمال اغا وايي، په دې ولسوالۍ کې ياد شوي ١٣ ښوونځي ځکه تړلي پاتې دي، چې د سيمو اوسېدونکي يې په تېر کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي دي.

هغه زياته کړه، په ژېړۍ کې امنيتي وضعيت اوس ښه شوى او د کډوالو شوو کورنيو له راتګ سره به تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

دى وايي، خلک د پخوا په پرتله د پوهنې په ارزښت پوه شوي او هڅه کوي خپل ماشومان د زده کړې لپاره ښوونځيو ته واستوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version