ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د دولتي ادارو د مسوولينو له خوا خلکو ته د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه

4 Jan 2016 - 16:00
4 Jan 2016 - 16:00

کندهار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): په کندهار کې د دولتي ادارو د مسوولينو له خوا خلکو ته د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه چې په دې لړ کې نن د دغه ولايت د استيناف، ملي امنيت او نظامي څارنواليو مسوولينو خلکو ته د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د حساب ورکولو په دې غونډه کې د کندهار د والي تر څنګ د دولتي ادارو مسوولينو، د ولايتي شورا او مشورتي بورډ غړو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د رسنيو استازو ګډون کړى و.

په غونډه کې د اړوندو ادارو رييسانو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او وروسته د پوښتنو برخه پيل شوه چې خلکو د څارنواليو پر کړنو، د دوسيو پر ځنډ او اداري فساد په اړه نيوکې هم وکړې.

په پيل کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبرې وکړې او ويې ويل، د ولسواکۍ يوه تر ټولو عمده برخه دا ده چې د دولتي ادارو مسوولين بايد خلکو ته ځانونه مسوول وګڼي.

هغه زياته کړه، له تېرو څو مياشتو راهيسې د مشورتي بورډ او د کندهار له نورو اوسېدونکو سره تر ليدنو کتنو وروسته يې تصميم ونيو، څو  د حساب ورکولو لړۍ پيل کړي.

د ده په خبره، په دې توګه به خلک د نيوکې کولو جرئت پيدا کړي او د ادارو په چارو کې به اصلاحات راشي.

نوموړي يادونه وکړه چې هره اوونۍ به په ورته توګه په کندهار کې د دولتي ادارو مسوولين ولس ته حساب ورکوي.

وروسته د کندهار د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالخالق خان د روان کال د تېرو نهو مياشتو د کړنو راپور وړاندې کړ او ويې ويل په دې موده کې يې د بېلابېلو جرمونو ٦٠٥ دوسيې حل او فصل کړي.

هغه زياته کړه، په تېر کال کې د ټولو حل شوو دوسيو شمېره ٤٩٨ وه، خو سږ کال د ترافيکي پېښو، نشه يي توکو او غلاوو ګراف لوړ وو.

د ده په خبره، په دې لړ کې يې د جنايي پېښو تر څنګ ١٠ د اداري فساد او ٣ د ځمکو د غصب ٣ قضيې هم څېړلې او فيصله کړې دي.

نوموړي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استيناف څارنوالۍ يادونه هم وکړه چې ٤ څارنوالانو ته يې دوسيې جوړې شوې چې دوې يې حل او فصل شوې او دوې يې لا هم تر څېړنې او تحقيق لاندې دي.

دى وايي، په داسې حال کې چې په دې اداره کې د څارنوالانو او اداري کارکوونکو شمېر له اتو تر لسو تنو دى، هره ورځ شاوخوا ٦ دوسيې تر څېړنې لاندې نيول کېږي چې ډېر کار دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version