ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې پر نهه کلنې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى

5 Jan 2016 - 18:36
5 Jan 2016 - 18:36

قلعه نو(پژواک، ١٥ مرغومى ٩٤): ځايي چارواکي وايي، د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې يو شمېر کسانو پر يوې نهه کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي او د بادغېس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا لس ورځې مخکې د جوند په پيراجي کلي کې ١١ تنو پر يوې نهه کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.

هغه ادعا کوي، چې په يادو ١١ تنو کې څلور تنه د جوند د امنيه قوماندانۍ پوليس سرتېري او پاتې نور ناقانونه وسله وال دي.

دى زياتوي، ياده نهه کلنه نجلۍ په همدې کلي کې د يوه ځايي ډاکټر تر درملنې لاندې وه او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

د ولايتي شورا دغه غړى وايي، ياده ماشومه پر هغې تر جنسي تېري وروسته، د ناقانونه وسله والو له خوا يو تن ته  د ٧٥٠زره افغانيو په بدل کې نکاح شوې ده.

هغه وايي، د دې نجلۍ پلار مړ شوى او ورور هم نه لري.

اخي زي وويل، د دې نجلۍ مور او انا د بادغيس مرکز ته ورغلي او پر نجلۍ د جنسي تېري په اړه يې ولايتي شورا او امنيه قوماندانۍ ته شکايت کړى دى.

هغه وايي، ياده نجلۍ دا مهال په خپل کلي کې له هغه تن سره ده چې د ناقانونه وسله والو له خوا ورته نکاح شوې ده.

ده وويل چې نن پر يادې ماشومې له جنسي تېري خبر شوى دى.

د بادغیس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج هم پر يادې ماشومې ډله ييز جنسي تېرى تاييدوي، خو وايي چې په تجاوز کوونکو کې پوليس نشته او ټول ناقانونه وسله وال دي چې شمېر يې ښايي کابو ٧ تنو ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او قضيه د جوند د قومي مشرانو او پوليسو له لوري تر څېړنې لاندې ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version